قرباني د پاکستان دپاره ورکوم دا موقعې بيا بيا نه راځي، نوازشريف

د پاکستان پخوانی وزيراعظم نوازشريف او د هغه لور مريم نواز چې د لندن نه پاکستان ته په لار دي، نوازشريف په خلکو غږ کړی چې ملګرتيا يې وکړي ځکه چې هغه د پاکستاني اولس دپاره قرباني ورکوي.

مريم په ټويټر د نوازشريف يو ويډيو پېغام خپور کړی چې پکې نوازشريف وايي،

"پاکستان د فېصلې په ډګر ولاړ دی، زما په وس کې چې څه ؤ او دي ما هغه وکړه، ماته مالومه ده چې د لسو کالو سزا راته اورول شوې ده نېغ به مې زندان ته بوځي، زه چې څه کوم د پاکستاني اولس دپاره يې کوم دا قرباني زه ستاسو د نسلونو دپاره ورکوم، زما ملګرتيا وکړئ زما د قدم سره قدم يو کړئ راځئ چې د ملک تقدير بدل کړو دا موقعې بيا بيا نه راځي".

مريم نواز په ټویټر يو عکس خپور کړی او ورته یې ليکلي د متحده عرب اماراتو په ابوظهبي هوايي اډه.

د پاکستان د احتساب عدالت د تېرې جمعې په ورځ د ايون فيلډ په قضيه کې نوازشريف ته د لسو کالو او مريم نواز ته د اووه کالو بند سزا اورولې ده.

ویل شوي نوازشريف او مريم نواز به نن د جمعې په ورځ ماښام د لاهور په هوايي اډه کوزيږي.

بل لور ته په لاهور کې د پاکستان مسلم ليګ ن ډلې د نوازشريف د هرکلي دپاره تيارۍ نيولي دي.

د پنجاب پخواني وزيراعلی او د مسلم ليګ ن صدر شهبازشريف ویلي دوی به د لاهور هوايي اډې ته د نوازشریف هرکلي ته ځي، هغه ویلي د ګوند ګڼ شمېر غړي يې نیول شوي هغه دې خوشي کړی شي هغه تور لګولی د ګوند غړي نیول يې د لنډمهاله حکومت په انتخاباتو کې درغلي ده.

د نوازشريف ۸۴ کلنې مور وایس اف امريکا سره په مرکه کې ویلي هغه به د خپل زوی او نمسۍ سره جېل ته ځي.

راپورونه وايي د پنجاب لنډ مهاله حکومت په لاهور کې د مسلم ليګ ن ګڼ شمېر غړي ځکه نيولي چې دوی هوايي اډې ته لاړ نه شي.

په لاهور کې ځای په ځای په سړکونو کنټېنرې اېښودی شوي دي. د ټرکونو ډرائيورانو وايس اف امريکا ته ويلي پوليس د دوي ګاډي ودروي او ورته وايي چې د نوازشریف د راتګ په موقع خلکو ته لارې بندوي ځکه دوی ته د کنټېنرو ضرورت دی.

ځايي میډيا وايي د نوازشريف او مريم نواز د نيولو دپاره د لاهور او اسلام اباد په هوايي اډو د نېب چارواکي په ځای کړی شوي او هغوی ته دوه هيلي کاپټرې هم ورکړی شوي چې څنګه نوازشريف او مريم نواز په هوايي اډه کوز شي ونيسي يې او اسلام اباد ته يې ورسوي.

مريم نواز او مسلم ليګ ن ډلې ويلي دوی به په لاهور کوزيږي خو ويل کيږي د لاهور د حالاتو له کبله دوی اسلام اباد ته هم لېږدول کېدی شي.

ويل کیږي دوی به د نيولو وروستو د اډياله زندان ته لېږلی شي چرته چې د وړاندې نه د مريم نواز مېړه صفدر بندي کړی شوی دی، صفدر ته په دغه قضيه کې د يو کال بند اورول شوی دی.

د نېب عدالت د قضيې په فېصله کې ویلي په نوازشريف د غبن تور نه دی ثابت شوی د هغه د لندن جايداد د امدن د سرچينو څخه د زيات قيمت دی او په لندن کې د ايون فيلډ اپارټمنټس د نوازشريف د زوی په نوم دی عدالت ويلي چې کله دغه ځای اخستل کېدو د هغه د زوی عمر کم ؤ.