واشنګټن ــ پاکستان او ایران ژمنه کړې چې تر خپل منځ پوځي او دفاعي همکارۍ به لا نورې ښې او ژورې کړي. دا اعلان پاکستان ته د ایران د ګډو ځواکونو یا جنرل سټاف د مشر مېجر جنرل محمد بغیري تر سفر وروسته شوی دی.
پاکستان ته له یوه پلاوي سره د ایران د پوځي مشر دا درې ورځنی سفر ډېر ارزښتمن ګڼل کېږي، ځکه چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ په تېرو کلونو کې د ځینو سرحدي شخړو پر سر دوه اړخیزې پوځي اړیکې ډېرې کمې شوې وې.
جنرل بغیري په اسلام اباد کې لومړی د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر عبدالله حسین هارون سره لیدلي او وروسته یې په پینډۍ کې د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره لیدلي دي.
د پاکستاني پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، جنرل قمر جاوید باجوه د پوځ له پوځ سره د همکارۍ د زیاتېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه ډول همکارۍ په سیمه کې د امن او ارامۍ لپاره ډېرې اغېزمنې ثابتېدای شي.
خبرپاڼه وایي د جنرل باجوه د وړاندیز په ځواب کې ایراني پوځي مشر هم ژمنه کړې، چې له خپل ورور هېواد سره د ښو اړیکو لپاره به خپلو پوځي همکاریو ته دوام ورکوي.
ایراني پوځي مشر په داسې وخت کې اسلام اباد ته سفر کړی چې د ګل- دوشنبې په ورځ جنرل قمر جاوید باجوه له افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټلیفون خبرې کړې او هغه ورته ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو په مهال به د افغانسان له غاړې په امنیت کې زیاتوالی راولي.
د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې جنرل باجوه له ایراني چارواکو خصوصاً د دې هېواد له پوځ سره اړیکو ته په وده ورکولو کې امتیازي حیثیت لري، ځکه چې وایي تېر کال یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو لپاره ایران ته سفر کړی وو.
خبرپاڼه وایي د دواړو هېوادونو پوځي مشرانو تر خپل منځ د پوځي همکاریو د بحث د سر موضوع د خپلې ګډې پولې انتظام او امنیت وو، خو وایي د دې تر څنګ یې د سیمې پر امنیت هم خبرې کړې دي.
ډان د ځینو سفارتي سرچینو په وینا لیکي، چې د ایران او پاکستان تر منځ پوځي اړیکې له تاوتریخوالي او ستونځو خالي نه وې، خو وایي دواړو هېوادونو د دغو چېلنجونو د له منځه وړلو لپاره ګډ کار وکړ او خپلې اړیکې یې له نورې خرابۍ و ژغورلې.