د پاکستان پوځ به د انتخاباتو په ورځ درغلي کوونکو ته ځای پر ځای سزا اوروي

واشنګټن ـــ په پاکستان کې تر عامو انتخاباتو مخکې د سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا د پرله پسې اندېښنو په ترڅ کې د انتخاباتو کمېشن یو بل ګام اخیستی او د انتخاباتو په ورځ یې د ووټ اچولو په مرکزونو کې پاکستاني پوځ ته پراخ عدالتي واک ورکړی دی.

رویټرز خبري ادارې د جمعې په ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي، چې د انتخاباتو کمېشن په روانه میاشت کې پاکستاني پوځي سرتېرو ته د قاضي یا "مجسټرېټ" واک ورکړی، چې که څوک په ټاکنو کې د انتخاباتو له قانونه سرغړونه کوي، نو ځای پر ځای دې مقدمه ورباندې وکړي او سزا دې ورته واوروي.

رپوټ وایي که په ټاکنو کې څوک د درغلۍ په کوم عمل کې دخیل ثابت شو، نو پر انتخاباتي مرکزونو ګومارل شوي پوځي سرتېري د ور سپارل شوي واک په بنیاد هغوی ته تر شپږو میاشتو د بند سزا هم اورولای شي.

د انتخاباتو د کمېشن دا ګام ځینو سیاسي ګوندونو ستایلی او ځینو ورسره مخالفت څرګند کړی دی. د پیپلز ګوند پخوانی سنېټر فرحت الله بابر وایي د پوځ روایتي دنده د انتخاباتو په مهال یواځې امنیت ساتل دي:

"دا لومړی ځل دی چې حکومتداري، ټولنه او سیاست مخکې له مخکې لا په خطرناکه توګه د پوځ تر اغېز لاندې راغلي دي".

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې پوځ ته په ټاکنو کې د پراخو صلاحیتونو پر ورکولو اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي دا ډول بېساری کار چې پوځ د انتخاباتو په بهیر کې دومره داخل کړل شي له خطره خالي نه شي کېدای.

د پاکستاني پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د شورو- چارشنبې په ورځ د سېنټ د کمېټۍ غونډې ته ویلي وو، چې په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو امنیت ساتل "د دوی ذمه واري نه ده"، خو ویې ویل چې دوی په ټاکنو کې مخامخ کردار نه لري او هر هغه کار به کوي چې د انتخاباتو کمېشن ور سپارلی وي.

د انتخاباتو کمېشن پوځ ته د انتخاباتو په ورځ د عدالتي واک د سپارلو په اړه له نظر ورکولو ډډه کړې ده او پوځي سرتېرو ته هم امر شوی چې په دې اړه بې طرفه پاته شي.

د حیدر امتیاز په نوم یو وکیل رویټرز ته ویلي، د انتخاباتو د کمېشن دا ګام ډېر خواشینوونکی دی ځکه چې وایي پوځ ته یې د عدالتي او قضایي عمل واک ورکړل دی او د ده په وینا دا کار د پاکستان له آیین څخه سرغړونه ده.

خو تحریک انصاف ګوند بیا د انتخاباتو د کمېشن د دې پرېکړې هرکلی کړی. د دې ګوند ویاند نعیم الحق ویلي، د انتخاباتو کمېشن دا ذمه واري ده چې ازاد او له درغلۍ پاک انتخابات تر سره کړي، وایي دا کار یې پر هماغه لور یو ګام ښکاري.

د جولای په ۲۵مه کېدونکو ټاکنو کې لویه سیالي د تحریک انصاف ګوند او په اډیاله زندان کې د بندي پخواني وزیراعظم نوازشریف د ګوند مسلم لیګ تر منځ لیدل کېږي. مسلم لیګ نواز ګوند د انتخاباتي کمپاین په مهال پر پوځ تورونه لګولي چې وایي د تحریک انصاف ګوند ملاتړ کوي او غواړي چې په ټاکنو کې یې کامیابه کړي، خو پوځ دا تورونه رد کړي دي.

ټاکل شوې چې د راتلونکې شورو- چارشنبې په ورځ کېدونکو ټاکنو کې به په پاکستان کې شاوخوا ۳۷۱۰۰۰ زره پوځي سرتېري د امنیت لپاره ځای پر ځای کېږي، خو سیاسي ګوندونه اندېښنه لري چې د ووټ ورکولو په مرکزونو کې دننه د پوځي سرتېرو درېدل پر ووټ ورکوونکو نفسیاتي اغېز لرلای شي.