د کلونو راهسې د تورونو لګولو وروستو داسې ښکاري چې د پاکستان او امريکې د پوځ ترمنځ د ترهګرۍ د مخنيوي په تګلاره مرستې روانې دي، تر څو د خبرو د لارې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودی شي.
امريکايي او پاکستاني ځواکونو په خپلمنځي اړيکو کې مثبت پړاؤ منلی دی او دواړو د اړيکو دوامداره ساتلو ویلي دي.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور د جمعې په ورځ وايس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او په دغه لړ کې پاکستان د نورو ټولو فريقېنو سره تر خپله وسه مرستې کوي.
ښاغلي اصف غفور د امريکايي جنرال د بيان په غبرګون کې دغه خبره کړې ده، امريکايي جنرال ويلي په افغانستان کې د تل پاتې سياسي جوړ جاړي د مقصد په ترلاسه کولو کې د پاکستان مرستې مرکزي ارزښت لري.
نوموړي ویلي د دې خبرې احتمال شته چې د اړونده فريق ترمنځ د پوځ په کچه رابطې په مجموعي ډول د نورو ښه نتيجو سبب جوړې شي.
يوه ورځ وړاندې په واشنګټن کې خبريالانو سره په خبرو کې د امريکا د مرکزي کمانډ کمانډر جنرال جوزف ووټل ويلي ؤ چې امريکې د پاکستان د پوځي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره شاندار تعلقات جوړ کړي دي.
هغه ويلي چې نور امريکايي چارواکي هم د خپلو پاکستاني سيالو سره په رابطه کې دي او دا خبرې د ارزښت وړ دي.
امريکايي جنرال ويلي دوی د پاکستان سره نزدې اړیکې دوامداره ساتي تر څو هغه رول ولوبوي کوم پله يې چې د کولو اشاره کړې ده او اوس وخت راغلی دی چې پرمختګ پله يې قدم واخلي.
د تېر اګست په میاشت کې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې او د هغې وروستو يې د پاکستان پوځي امداد تړلی او ويلي ؤ پاکستان دغه امداد په هغه صورت کې ترلاسه کولی شي چې په خپله خاوره د حقاني شبکې سره د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات وکړي.
د پاکستان په اړوند د امریکايي صدر د بيان وروستو د دواړو هېوادونو اړيکې تاؤژنې شوې خو وروستو يې د پرځای کېدو دپاره هڅې روانې وې.
امريکا او افغان دولت د يوې مودې نه تورونه لګوي چې پاکستان په خپله خاوره طالب مشرانو او حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه ځایه په افغانستان کې بدامني کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.