کونړ:دافغان ځواکونو عملیاتو کې۵۱ طالبان وژل شوي

دافغانستان ددفاع وزارت وایي په کنړ کې افغان امنیتي ځواکونو دطالبانو په ضد چټک عملیات کړي چې پکې د څو مهمو طالب مشرانو په ګډون ۵۱ طالبان وژل شوي دي.

د یک شنبې په ورځ ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې دغه عملیات تیره ورځ د کنړ په اسمارو اؤ غازي اباد ولسوالیو کې ترسره شوي‌ دي.

ددفاع وزارت دعوه کړې چې عملیاتو کې د اسمارو اؤ غازي اباد ولسوالیو دپاره نومول شوي ولسوالان مولوي حضرت علي اؤ مولوي عمران هم وژل شوي.

خو دطالبانو ویاند بیا د افغان دولت دا دعوه رد کړې چې عملیاتو کې ددوئ لوړ پوړي مشران وژل شوي اؤ‌ ویلي یې دي یوازې دوه وسله وال یې وژل شوي.

په دې وروستیو کې دافغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې دافغان امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ د نښتو اؤ بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ دواړه خواوې په دغو نښتو کې یو بل ته د درنو زیانونو اړولو دعوې کوي.

افغان دولت طالبانو ته د روغې جوړې بلنه ورکړې خو طالبانو د افغان دولت د سولې وړاندیز رد کړی اؤ ویلي یې دي هغوئ به دافغان اؤ بهرنیو ځواکونو په ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي .

خو دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني وایي چې افغان ځواکونه اوس دخپلې خاورې د ساتلو توان لري اؤ طالبانو ته به د سیاست اؤ جګړې په دواړو میدانونو کې ماتې ورکولی شي.