په پاکستان کې د ګوپیانو فصل ښه په درز کې پرمخ روان دی

ګوپي (ګلپي) د هرې سیمې د اوبه خور د ځمکې پیداروار دی او په میداني او غرنیو دواړو سیمو کې کرل کېږي.

مانسهره او سوات دواړه داسې سیمې دي چې د کال دولس میاشتې د ګوپي کر پکې کېږي.

په مانسهره کې دا وخت داسې حالات دي چې که یو خوا فصل تیار دی او د ملک زیاترو سیمو ته لېږل کېږي نو بل خوا یې بوزغلی هم تیارېږي.

د امیر محمد په نامه یو کروندګر (بزګر) وايي:

(د ګرمي د فصل ګوپیان پېنډۍ، لاهور او پېښور ته ځي او همدا یې د فصل د راټولولو ورځې دي. په ژمي کې هم کرل کیږي خو هغه بیا په کلاره بازار ته راوځي.)

د محمد صادق په نامه بل کروندګر واي، چې په دې ورځو کې بیلا بېل ډول تخمونه کرل کیږي چې بیا په بیلابیلو وختونو کې بازار ته راوځي.

په سوات کې

د 2010 د شمېرو له مخې په سوات کې 150، مانسهره کې 82 او په چترال کې 122 هېکړه ځمکه باندې ګوپي کريل کېږي.

له دغو ځمکو څخه په سوات کې 1742، مانسهره کې 1068 او په چترال کې 854 ټنه پيداوار ګوپي اخېستل کېږي.