ټرمپ: په ترکیه باندې مو خپل ټکسونه دوه برابره زیات کړل

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ترکیې سره د المونیمو او سټیلو په برخه کې خپل ټکسونه دوه برابره زیات کړل او وویل چې له ترکیې سره یې دا مهال اړیکې خرابې دي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په دې اړه په یو ټویټ کې لیکلي:

"په داسې حال کې چې ترکي کرنسي (لېره) زمونږ د ځواکمن ډالر په وړاندې په چټکۍ سره خپل ارزښت له لاسه ورکوي، ما همدا اوس له ترکیې سره د المونیمو او سټیلو په برخه کې خپل ټکسونه دوه برابره زیات کړل. په المونیمو به اوس ۲۰ فیصده او په سټیلو به ۵۰ فیصده ټکسونه وي. له ترکیې سره زمونږ اړیکې دا مهال ښې نه دي. "

د امریکا او د ترکیې ترمنځ اړیکې د انډریو برونسن په نامه د یو عیسوي راهب (پادري) پر سر وروسته له هاغې خرابې شوې کله چې ترکیې د امریکا له بیا بیا غوښتنو او ګواښونو سره سره نوموړی له زندان څخه خوشې نه کړ.

تر دې وړاندې د امریکا د مالیې وزارت د ترکیې د عدلیې په وزیر عبدالحامد ګل او د کورنیو چارو په وزیر سلیمان سویلو باندې مالي بندیزونه هم لګولي وو.

امریکايي چارواکي وايي، چې ګل او سویلو دواړو د نیول شوي امریکايي راهب اندریو برونس په نیول کېدو کې غټ لاس درلود.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترکیې په حکومتي چارواکو باندې د امریکا لخوا دغه لګېدلي مالي بندیزونه بې ګټې ګڼلي وو او ویلي یې وو چې داسې ګواښونه به ترکیه د خپل عدلي نظام د خپلواکۍ پر سر کوم جوړجاړي ته مجبوره نه شي.

"زمونږ پرضد له ګواښونو ډکې دغه ډول څرګندونې به د هېچا په ګټه نه وي. مونږ له امریکا سره د ناټو په چوکاټ کې خپل غوره پیوستون ښودلی دی. "

د امریکا ددې بندیزونو په غبرګون کې ترکیې هم په ورته توګه په دوو امریکايي حکومتي چارواکو باندې بندیزونه ولګول.

انډریو په ترکیه کې د تېرو ۲۱ میاشتو راهیسې د ترهګرۍ د تورونو له امله په زندان کې وو.

دوه اونۍ وړاندې پادري انډریو برونسن له زندان څخه ویستل شوی او په یو کور کې نظربند شوی خو ترکي چارواکو د امریکا د ټولو ګواښونو سره سره امریکا ته دده له لېږلو سره تر اوسه مخالفت ښودلی.