د امریکا استازو جرګې د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه قانوني مسوده پاس کړه کومه به چې د لنډو ویډیوګانو په اپ یا ټېک ټاک باندې چې ۱۷۰ میلیونه امریکایان یې کاروي زور راوړي چې له خپلې چینايي کمپنۍ، بایټ ډانس څخه جلا شي.
ملګري ملتونه وايي، په غزه کې لږ تر لږه ۲۰ ماشومان د ولږې له امله مړه شوي او د ډاکټرانو په وينا ګڼ نور له سختو روغتيايي او رواني ناروغیو څخه کړېږي. په دې اړه په په استانبول کې هیدر مرډاک او په غزه کې نیدال حمدونا او امجد تنتیش په ګډه یو راپور جوړ کړی چې تفصیل یې زمونږ همکار مجاهد جواد وړاندې کوي.
د ترکیې او امریکا اړیکې په چټکۍ سره په ښه کېدو دي. واشنګټن ترکیې ته وړاندیز کړی چې کولای شي د امریکا F35 جنګي جېټ الوتکې واخلي کچېرې ترکیه له روس څخه اخېستل شوي S-400 ډول میزایل کوم دریم هېواد ته انتقال کړي.
د امریکا کانګرس دوو غړو شیلا جېکسن او برېډ شېرمن وي او اې اردو ته ویلي، په پاکستان کې به د خلکو په رایه نوی حکومت راځي، نه د کوم بهرني ځواک په لاس. خو دوی د عمران خان په تحریک انصاف ګوند باندې په لګول شویو بندیزونو باندې هم اندېښنه ښودلې.نور معلومات په دې رپورټ کې وګورئ چې مجاهد جواد تیار کړی.
اېف بي آی د امریکا پر بنیادي اډانو باندې د چینايي هکرانون د ګواښونو خبرداری ورکړی
په سره سمندر کې پر کښتیو باندې له بریدونو سره د اروپا اقتصاد ته زیان رسېدلی
پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې کېدای شي د ولسمشرۍ لپاره د ریپلېکنز نوماند شي ګواښ کړی چې د هغه تړون مخه به ونیسي د کوم په ترڅ کې چې ۱۰۶ بیلینه ډالره مرسته له اوکراین، اسرایلو او تایوان ته کېږي.
که په بایډن یا ټرمپ د ټاکنو له ورځې مخکې څه وشي نو څه به پېښ شي؟
اسرایلي ځواکونو بېګاه ټوله شپه د غزې په بېلابېلو سیمو بمباري کړې ده. حماس هم په اسرایلي ځواکونو باندې د خپلو بریدونو ویډیوګانې خپرې کړې. تفصیل د نړیوالو رسنیو د رپورونو پر مټ زمونږ همکار مجاهد جواد راټول کړی.
د ملګروملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا غزې پټۍ ته د مرستو د لېږلو په مسوده باندې رایه اچول ځنډولي دي. په ورته وخت کې د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو ویلي، چې پوځي عملیات به تر هغو دوام ولري تر څو چې حماس مات شي او امریکا یو ځل بیا له اسرایلو سره د خپلو مرستو ډاډ ورکړي.
اسرایلي ځواکونه او ټانکونه د غزې جنوبي ښار خان یونس ته ور نېږدې شوي او اسرایلي جنګي الوتکو د غزې په جنوبي برخه کې بمباري کړې
امریکا او جرمني چې له اوکراین سره تر ټولو زیاته پوځي مرسته کوي په دې اونۍ کې یوځل بیا ژمنه کړې چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي د امریکا غږ خبریالې سېنډي سېن راپور درته مجاهد جواد وړاندې کوي.
د امریکا او چین ولسمشرانو د اړیکو پر ښه کولو او د پوځي اړیکو پر بیا پيلولو موافقه کړې
د برتانیې پخوانی وزیر اعظم ډېوېډ کمېرون په حیرانونکې توګه د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه بیا حکومت ته راغلی. د کابینې دغه بدلون د برتانیې په پلازمېنه کې د یوې جنجالي اونۍ وروسته شوی. له لندنه د هینري ریجول (Henry Ridgwell) راپور درته مجاهد جواد وړاندې کوي.
اروپايي کمېشن د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اروپايي اتحاد د پراخوالي په اړه یو راپور تصویب کړی کمېشن سپارښتنه کړې چې له اروپايي اتحاد سره د اوکراین او مالدوا د غریتوب لپاره دې مذاکرات پیل شي. له دغه خبر څخه په ځانګړي ډول په اوکراین کې هرکلی شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلېنکن اسرایلو او اردن ته ځي خو په ترکیه کې دمه یې لا نه ده څرګنده څېړونکي څاري چې ایا هغه به په دې سفر کې په ترکیه کې هم دمه وکړي او کنه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان له حماس څخه د ازادۍ د ډلې په توګه ستاینه کوي او اسرایل غندي.
په غزه کې اسرایلو په خپلو روانو ځمکنیو عملیاتو کې تېزي راوستې چې په نتيجه کې يې په زرګونو فلسطینیان وژل شوي دې روانې جګړې ته يو شمېر نړيوالو مشرانو غبرګون ښودلی. اسرایل دغه عملیات د حماس د عملياتو په غبرګون کې پیل کړي چې د اکټوبر په اومه نېټه يې په اسرایل باندې کړي وو.
د جګړې په ډګر اسرایلو ویلي، چې ځواکونو یې په غزه کې د هوايي بریدونو ترڅنګ ځمکني عملیات هم ترسره کړي
نور کتل