لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: ملګري ملتونه باید د اکثرو افغانانو د غوښتنو په تناظر کې ځانګړی استازی وټاکي


د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېريش
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېريش

واشنګټن- د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند وايي، په ملګروملتونو کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پر بهیر کار روان دی خو افغان سیاستوال وايي، د اکثرو افغانانو د غوښتنو په تناظر کې باید ځانګړی استازی وټاکل شي.

افغان سیاستوال او د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدايي، په دې اړه ډیوې ته وویل،

" د افغانستان بحران ډېر پېچلی او څو اړخیز شویدی. افغانان پر یو او بل بې اعتباره شویدي. د افغانستان په اړه سییمه اییزه او نړیواله اجماع یا نشته او یا ډېره کمزورې شوېده. نو د یوه خپلواک استازي ټاکل چې هم افغانستان، هم سییمه او هم نړۍ وپېژنې او د بالقوه او بالفعل تهدیدونو په نظر کې نېولو سره ټول موافق او مخالف لورې همغږي کړي، ډېر زیات اړین دي"

ښاغلي فدايي وړاندې وویل، ټوله هڅه باید دا وي چې افغانستان یو مشروع او قانونمند نظام ولري چې هم د هېواد دننه او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند وکړي.

د ملګروملتونو ویاند سټیفن ډوجېرېک د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه به په څومره وخت کې وشي وویل،

"له عمومي منشي څخه غوښتل شوي چې دا (ټاکنه) وکړي. دا بهیر روان دی. دلته زما د کلونو تجربې ماته ښودلې چې باید و نه ګڼو چې د دې کار لپاره کومه ټاکلې نېټه ولرو. خو زه پوهېږم چې دا مسله ډېره جدي نیول شوې او په چټکۍ پرې کار کېږي او څومره ژر چې مونږ یو څوک ولرو نو اعلان به یې کړو."

خو په واشنګټن کې پخوانی افغان ډپلوماټ صفي الله دلاور ډیوې ته وویل، په داسې کال کې چې په افغانستان کې لا تر اوسه د مشروع نظام د جوړېدو خبره پاتې ده د ملګروملتونو لخوا دغه هېواد ته د ځانګړي استازي ټاکل باید په پوره غور سره وشي.

"په نړۍ، منطقه او په ځانګړي توګه افغانستان کي ورستیو تحولاتو ته په کتو که چيري د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکل کیږي نو باید په پوره صلاحیت او قاطعیت سره وټاکل شي. دا استازي باید داسي کس وټاکل شي چي د افغانستان او افغانانو په هکله مکمل معلومات ولري. د دي ځانکړي استازي د وړاندیزونو او تصامیمو الزامیت کي د امنیت شورا د غړو هیوادونو رول خورا اړین دی."

ښاغلي دلاور وړاندې وویل، چې هیله ده دا استازی به د افغانستان د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو درناوي وکړي او له صفر څخه د ډیرو پروسو له پیله ډډه وکړي.

"د مشروع نظام ټاکل کیدل، د عام ولس غوښتنو ته پام، د هیواد د ټولو اقشارو او په ځانګړي توګه د میرمنو د حقونو تضمین هغه اساسي چلنجونه دي چي د دي ټاکل کیدونکی استازی په شمول په ټوله کي د نړیواله ټولني مخي ته پراته دي او باید ورته په اساسی توګه کار وکړي."

سټېفن ډوجېرېک دا هم وویل، چې په سیاسي او د سولې د راتلو په برخه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري ډي کارلو تېره ورځ د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا د امنیت شورا ته معلومات ورکړل. هغې دغه ډول د ځانګړو استازو د غونډې په اړه چې څو ورځې مخکې خپله د عمومي منشي لخوا یې مشرې کېده هم معلومات ورکړل.

د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا د ګل یا دوشنبې د ورځې په غونډې باندې د افغانستان د مېرمنو د حقونو ګڼو فعالانو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د امنیت شورا تګلاره مایوسه کونکې ده.

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې نسرین حمیدي ویلي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا د تړلو دروازو غونډې هيڅکله د افغان مېرمنو په پلوي نه وې او مثبتې پایلې یې نه درلودې.

د بخښنې د نړیوالې ادارې یا امنیستي انټرنېشنل یوې پخوانۍ چارواکې سمیرا حمیدي هم ویلي، د افغانستان په اړه څه شي پټ دي چې د امنیت شورا پرې د تړلو دروازو تر شا غونډه کوي.

هغه زیاتوي، "د امنیت د شورا په څېر د ملګروملتونو د ادارو روڼوالی تر بل هر وخت ډېر تر پوښتنې لاندې دی."

هغې ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي، افغانان دا حق لري چې په دې پوه شي چې هېوادونه د افغانستان په اړه څه ډول بحث لري.

"په یاد مو وي چې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوالې ټولنې طالبانو ته دا توان ورکړ چې په افغانستان کې واک ته راشي. طالبان د عامو خلکو تر مخه د خلکو په اعدامولو باندې ویاړي او په ویاړ سره پرې بیانونه ورکوي. وخت مخه ضایع کوۍ او له هغو خلکو څخه چې په دوحه او د امنیت شورا کې ناست دي د معجزې تمه مه لرۍ."

د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش تیره اونۍ د افغانستان په اړه د قطر په پایتخت دوحه کې د یوې غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیمې کړې.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د روسیې، چین او ایران استازو افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو سره مخالفت ښودلی وو. طالبانو هم د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو سره له وړاندې مخالفت ښودلی دی.

ګوتېرش وویل چې نړیوالو مکلفیتونو ته پابندي، له ګاونډیانو او نړیوالو سره د طالبانو حکومت د اړیکو په ټېنګولو او د افغانانو حقونو ته په درناوي‌ سره به طالبان د نړیوالې ټولنې سیاسي‌ او اقتصادي‌ میکانیزمونو کې ور ګډ شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG