له پاکستان پرته افغانستان او نورو اکثرو اسلامي هېوادونو نن اختر کړی

نن نږدې دوه میلیونو مسلمانانو په سعودي عربستان کې د حج مراسم بشپړ او لوی اختر یې سره ولمانځه.

د افغانستان په ګډون د اسلامي نړۍ اکثرو هېوادونو اختر کړی او مسلمانان د اختر خوښي لمانځي خو د پاکستان حکومت چې اکثره وخت له اسلامي نړۍ سره یوځای اختر نه کوي نن بیا هم اختر نه دی کړی.

پاکستان به سبا یعنې د شورو یا چهارشنبې په ورځ اختر کوي.

په پاکستان کې پښتانه تل دا ګیله کوي چې که دوی میاشت وویني هم نو بیا هم د پاکستان د رویت هلال کمېټه پرې باور نه کوي او یا یې ورسره نه مني.

له همدې امله په پاکستان کې افغان کډوال او د پښتنو په یو شمېر هغو سیمو کې چې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرتې دي اکثره پښتانه اختر لمانځي.

د بیلګې په توګه په مومندو، باجوړ، شمالي وزیرستان او د خیبرپښتونخوا ډیري خلکو نن اختر کړی.

په اروپا او امریکا کې هم مسلمانان له سعودي عربستان سره په یوه ورځ روژه نیسي او په یو ورځ اختر کوي.