اشرف غني د ملي دفاع او کورنيو چارو د وزيرانو او ملي امنيت د مشر استعفاوې منظور نه کړې

د افغانستان د صدر اشرف غني د ملي امنيت سلاکار وروسته د ملي دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير او ملي امنيت لوی رئيس نن د اتوار، يکشنبې په ورځ خپلې استعفاوې ورکړي خو نه دي منظور کړی شوي.

ارګ ويلي، "د افغانستان د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت لوی رئیس محمد معصوم ستانکزي نن خپلې استعفاوې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني حضور ته، رسماً وړاندې کړې".

خو "د هېواد جمهوررئیس د دوی استعفاوې منظور نه کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د امنیتي وضعیت د بهبود په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې".

له دې وړاندې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون د خالي، شنبې په ورځ د خپلې څوکۍ نه استعفی ورکړې او د ارګ په یوه اعلامیه کې وېل شوي صدر اشرف غني د ښاغلي اتمر استعفی منظوره کړې ده.

د حنیف اتمر د دفتر لخوا وي او ای ته د استعفی خط هم لیږل شوی چې پکې ویل شوي په نزدیو میاشتو کې د افغانستان حکومتي مشرانو سره د یو شمیر اختلافونو له سببه يې استعفا ورکړې ده.

د حنیف اتمر په ځای په امریکا کې د امريکا سفير حمدالله محب د افغانستان د ملي امنيت د نوي سلاکار په حېث متعين کړی شوی دی.

حنيف اتمر ويلي چې د حکومتي مشرانو سره د اختلافونو په سر يې استعفا ورکړې خو نورو دوه وزیرانو او د ملي امنيت لوی رئيس په کومو خبرو استعفاوې ورکړي بشپړ تفصيل يې لا مخې ته نه دی راغلی.