په پاکستان کې یو نیم لک کسان په اېډز اخته دي

د پاکستان د صحت مرکزي ادارې لخواه سترې محکمې ته د ورکړل شوي رپورټ شمېرې ښيي چې په هېواد کښې د اېډز په رنز اخته کسانو شمېر یو لک او پنځوس زرو (۱۵۰۰۰۰) ته رسېدلی دی.

د اېډز په رنز باندې اخته کسانو د درملنې لپاره د تګلارې جوړوولو په ترڅ کښې ستره محکمه کښې د کېس اورېدنه شوې.

د نویو شمېرو ترمخه پنجاب ایالت کې پنځه اویا زره (۷۵۰۰۰)، سنده کې شپېته زره (۶۰۰۰۰) او په خېبر پښتونخواه او بلوچستان اېالتونو کښې د اېډز د رنز ښکار کسانو شمېره پېنځلس زره (۱۵۰۰۰) ده.

د اېډز د مخنیوې د ملي پروګرام یا نېشنل اېډز کنټرول پروګرام لوړ پوری چارواکی ډاکټر بصیر اڅکزی وایي، چې دغه شمېرې د دوې ادارې او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې په ګډه راغونډې کړېدي.

ډاکټر بصیر وي او اې ډیوه رېډیو ته ویلې چې د دوی لپاره بیا ډېره د اندېښنې خبره دا ده چې یواځې پېځه وېشت زره د اېډز ناروغان د حکومت سره رجسټرډ دي او پاتې لویه شمېره دغه رنز باندې اخته کسان د علاج نه محرومه دي او اړونده حکومتې ادارې ورته رسایي نه لري.

نوموړې ويلې چې دوې سترې محکمې ته وراندې کړو سپارښتنو کښې د اېډز د مخنیوې لپاره په خلکو کښې د بېدارۍ پیدا کوولو په ترڅ کښې د مېډیا د مرستو او د داسې قانونو جوړولو باندې ټینګار کړی چې په حکومتې کچه د اېډز د مرېضانو علاج باورې شي.

ډاکټر بصیر زیاتوي، چې د خیبر پښتونخواه او بلوچستان په پرتله پنجاب او سنده اېالتونو کښې د اېډز د رنز ښکار کسانو شمېرې ډېرې زیاتې دي او دغه رنز د خپرېدو لوی علتونو کښې د نشیانو (روږدو کسانو) لخواه د نشې لپاره پرله پسې د یو سرنج کارول، جنسي عمل کښې بې احتیاطې او د غیر رجسټرډ وینې مرکزونو د لارې مریضانو ته د وینې ورکول دي.

سترې محکمې د اېډز د مخنیوي او په رنز اخته کسانو د علاج لپاره د تګلارې جوړولو په ترڅ کښې د مرکزي او صوبايي حکومتونو په ګډون د مدني ټولنې نه هم سپارښتنې غوښتي او عدالت د کېس بلې اورېدنې لپاره لس ورځې پس نېټه ټاکلې ده.

پاکستان کښې دا وخت د رجسټرډ اېډز مریضانو دا علاج لپاره په حکومتې کچه دري دېرش (۳۳) مرکزونه فعالیت لري.