درسنیو دملاتړ اداره:ترهګرد واقعیتونو پټولو دپاره خبریالان په نخښه کوي

په افغانستان کې له رسنیو څخه دملاتړ ادارې ویلي، ترهګر درسنیو او خبریالانو لخوا دحقیقت له څرګندونو څخه ویره لري اوخبریالان واقعیتونه ښکاره کوي نو په دې خاطرترهګر په بریدونو کې خبریالان په نخښه کوي

د چهارنشبې په ورځ کابل کې په شوي ځانمرګي او دموټر بم په بریدونو کې دوه تنه خبریالان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د ازادو رسنیو دملاتړ ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،د جنګي قوانینو پربنسټ خبریالان بې طرفه اوملکي کسان دي او باید دهغوی ژوند ته درناوی وشي.

نوموړي وویل"په افغانستان کې زمونږ خبریالان په خپل کاري مسلک کې دخبریالۍ ټول اصول او قوانین مراعات کوي او دوی بې طرف کسان دي او په نخښه کول یې بشري جنایت دی"

له ازادو رسنیو څخه دملاتړ دادارې دمعلوماتو له مخې،د چهاشنبې په ورځ دترهګرو په برید کې د طلوع نیوز یو تن خبریال اؤ یو کمره مین وژل شوي اودخورشید تلویزون درې خبریالان، دمیوند یو خبریال اؤ د یک تلویزون یو خبریال ټپیان شوي دي.

خلوتګر ویلي،په ۵ ټپي شویو خبریالانو کې دیوتن خبریال روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

خلوتګر ویلي،افغان حکومت دپیښو دخبري پوښښ پرمهال دخبریالانو د ژوند دخوندیتوب په چاروکې پاتې راغلی.

نوموړی وايي له حکومت څخه یې څو ځله غوښتنه کړې چې دخبریالانو دساتنې لپاره ځانګړی ځواک جوړکړي خو په وینا یې حکومت په دې اړه هیڅ اقدام ترسره نه کړو.

هغه وویل"اوس مونږ حیران پاتې یو چې دخبریالانو دامنیت دخوندیتوب مسئول څوک دي دولت خویې مسئولیت نه ګڼي، داساسي قانون پربنسټ دافغانستان دهر وګړي د ژوند خوندیتوب مسئولیت دولت لري او خبریالان هم د ولسي وګړود ټولنې یوه برخه ده"

هغه وویل زمونږ غوښتنه یوځل بیا له حکومت څخه دا ده چې دخبریالانودامنیت دخوندیتوب لپاره ځانګړی ځواک جوړکړي ترڅو د هغوی ژوند د ترهګریزو پيښود خبري پوښښ پرمهال وژغورل شي

افغان امنیتي چارواکو ویلي، تیره ورځ دکابل ښار ۶ امنیتي حوزې اړوند په یوه ورزشي کلب کې یو ځانمرګي برید کوونکي په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه اوکله چې سیمې ته خبریالان او امنیتي سرتیري ورسیدل دلومړي پیښې یو ساعت وروسته د موټربم چاودنه وشوه.

دکابل امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ډیوه ته ویلي په دې پیښه کې دخبریالانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي او د شپږمې امنیتي حوزې دمشر په ګډون ۹۵ تنه ټپیان شوي دي.

دا لومړۍ پیښه نه ده چې افغان خبریالانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړو بلکې تردې وړندې د ۱۳۹۷ لمریز کال دثور په میاشت کې په کابل کې ترسره شویو دوو ترهګریزو پیښو کې هم ۱۱ تنه خبریالان وژل شوي و او شاوخوا ۲۵ تنه نور تپیان شوي ؤو.