فواد چوهدري:په پښتون کلتور اؤ افغانستان عمران خان تر بل هر وزیراعظم ښه پوهیږي

دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر ویلي چې وزیراعظم عمران خان تر بل هر وزیراعظم په افغانستان اؤ‌ پښتون کلتور ښه پوهیږي اؤ هغه دا ګڼي چې دافغانستان ستونزه د نظامي لارې نه هواریږي.

برتانوي خبري اژانس سره مرکه کې د اطلاعاتو وزیر ویلي اوس امریکه کې هم دا سوچ رامینځته شوی چې افغان کشاله د پوځي لارې نه بلکې د سیاسي لارې هواریدلی شي.

داطلاعاتو وزیر ویلي ا”مریکایي پلاوي پاکستاني چارواکو سره په ښه ماحول کې لیدنې کړي اؤ ددغو لیدنو وروسته راته عمران خان پخپله ویلي چې لیدنې له هیلو برعکس وې،زمونږ اؤ امریکایي پلاوي په سوچ کې دومره توپیر نه ؤ څنګه چې راته مخکې برېښیدله”

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو اؤ پوځي مشر جنرال جوزف ډنفورډ‌ اوړمه ورځ‌ پاکستان ته یو ورځنی سفر کړی ؤ‌ اؤ ددغه سفر څخه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې پخپل بیان کې ویلي وؤ چې امریکایي چارواکو پاکستان څخه غوښتي چې دترهګرۍ په ضد خپلې هڅې نورې هم چټک کړي.

دپاکستان داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پخپله دې مرکه کې دخپل رقیب ګاونډي هیواد هند سره هم دښو اړیکو جوړؤلو اشاره کړې ده اؤ ویلي یې دي چې دپاکستان حکومت اؤ‌ پوځ دواړه سیمه کې دامن دپاره هند سره خبرو اترو ته لیواله دي خو هند لا دپاکستان نوي حکومت ته دغوره اړیکو په هکله جوابي اشارې نه دي ورکړي.

هغه وویل په تیرو وختونو کې به امریکا اؤ غرب دا ګیله کوله چې دپاکستان سیاسي مشران یوه خبره کوي او پوځي‌مشران بله خو اوس دغه ګیله له مینځه تللې اؤ پوځ‌ اؤ حکومت په یوه لیکه ولاړ دي.