د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بهر ملکونو کې د پاکستانيانو څخه مرسته غوښتی چې په ملک کې د ډېمونو جوړولو دپاره دې په امريکا او يو رپ کې پاکستاني ۱۰۰۰ ډالره راوليږي.
هغه په خليجي هېوادونو کې په پاکستانيانو غږ کړی چې د خپل وس مطابق دې پېسې راوليږي تر څو په ملک کې په راتلونکو پينځه کالونو کې ډېمونه جوړ شي.
عمران خان په ملک کې د موجودو اوبو په اړوند ويلي چې د يو تن دپاره ۱۰۰۰ ليټره اوبه پاتې دي.
هغه ويلي که د اوبو د ساتنې او سمبالولو دپاره په سمدستي ډول ګامونه پورته نه شو نو په ۲۰۲۵م کې به په ملک کې د فصلونو دپاره اوبه نه وي پاتې او په ملک کې به قحط جوړ شي.
د عمران خان د ډېمونو دپاره د پېسو غوښتو غږ ته په سوشل ميډيا يوې خوا ته خلکو هرکلی ويلی دا ګام یې ستايلی خو بل لور ته ځينې خلک پرې نيوکې هم کوي.
وينګاس په ټويټر ليکلي،
"عمران خان په بهر ملکونو کې په پاکستانيانو غږ کړی چې د ډېمونو دپاره فنډ ورکړي، ايا د عمران خان نه څوک تپوس کولی شي په خېبرپښتونخوا کې د ۳۵۰ وړو ډېمونو؟ عمران خان دعوه کړې وه چې په ۲۰۱۴کې به په خېبرپښتونخوا کې ۳۵۰ واړه ډېمونه جوړوي".
IK PM asked overseas to #DonateForDams. Can anyone ask IK about 350 small dams in KP?%27Imran Khan claimed, 350 small dams to be built in #Pukhtunkhwa, in 2014.%27
— Veengas (@VeengasJ) September 7, 2018
او راحيل اشرف جنجوعه لیکلي،
"عمران په بهر ملکونو کې د پاکستانيانو نه چنده غواړي، هغوی خو د يو کروړ نوکريانو دپاره پاکستان ته راروان دي".
عمران بیرون ملک پاکستانیوں سےچندہ کیوں مانگ رہاہے،وہ تو ایک کروڑ نوکریوں کے پیش نظر روزگار کے لیئے پاکستان آرہے ہیں 🤣#DonateForDams
— Raheel Ashraf janjua (@Raheelasharf) September 8, 2018
ځينې خلکو د ډېم جوړولو دپاره د پېسو شمېرې هم ښودلي دي.
د الاجل په نوم ټويټر اکاؤنټ نه ليکل شوي،
"په ديامير بهاشا ډېم ۱.۴۵۰ کهرب روپۍ لګښت راځي که چرته د ورځې دوه کروړه روپۍ جمع کيږي نو د هدف ترلاسه کېدو دپاره ۷۲ زره ۵۰۰ ورځې يعنې ۱۹۹ کالونه پکار دي، د نړۍ په وړاندې خپله او د ملک ننداره مه جوړوئ".
دیامیر بھاشا ڈیم کی لاگت کا تخمینہ 1 اعشاریہ 450 کھرب روپے لگایا گیا ہے اگر روزانہ دو کروڑ روپے بھی اکٹھے ہوں تو ہدف تک پہنچنے کے لیے 72 ہزار 500 دن یعنی 199 برس درکار ہوں گےدنیا کے سامنے نہ اپنا تماشا بناؤ نہ ملک کا#DonateForDams pic.twitter.com/pMHY8wNl07
— ۞ Al Ajal ۞ (@Alishbabukhari1) September 8, 2018
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي میا ثاقب نثار د جولايۍ د میاشتې په سر کې د مومند او بهاشا ډېمونو جوړولو دپاره د بېنک اکاؤنټونو خلاصولو ويلي، په کومو کې چې د سترې محکمې د شمېرو ترمخه تراوسه پورې يو ارب ۹۷ کروړه نه زیاتې روپۍ جمع شوي دي.
عمران خان د مشر قاضي دغه ګام ستایلی دی.
ځينې نقد کوونکي دا هم وايي چې ډېمونه په چندو نه جوړيږي او پوهان وايي چې د ډېم جوړولو دپاره لږ تر لږه ۱۴ اربه ډالره پکار وي.