هند: د پاکستان سره په نزديو کې د دوه اړخيزه خبرو هيڅ امکان نشته

د هند د دفاع وزیرې نرملا سيتارمن ويلي، "څو پورې چې د پولې د پورې غاړې (پاکستان) نه د ترهګرو ورلېږل نه وي ودرول شوي، په نزديو راتلونکې کې د پاکستان سره د دوه اړخيزه خبرو هيڅ امکان نشته".

هندي ورځپاڼې (ټاېمز اف انډيا) سره په خبرو کې هغې ويلي، که عمران خان د هند سره خبرې د نوي سره کول غواړي نو د ترهګرو پرضد به عمليات کوي، او د پاکستان د نوي حکومت د راتګ سره هم په پوله د اوربند سرغړونه کیږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ۲۵م جولايۍ په انتخاباتو کې د بريا وروستو په خپله لومړۍ وېنا کې د هند او نورو ګاونډي هېوادونو سره د اړيکو ښه کولو ويلي ؤ.

نوموړي خان د لانجمنه کشمير په يادګېرنه سره ويلي ؤ که هندوستان خبرو ته تيار دی پاکستان هم تيار دی هند دې يو قدم راوړاندې شي پاکستان به دوه قدمه ورمخکې شي.

پاکستان دغه تورونه ردوي چې د پولې پورې غاړې (هند) ته ترهګر ليږي.

د پاکستان لخوا د هند د دفاع وزيرې تازه بيان ته په رسمي ډول کوم غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی.

خو پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمدفېصل د هند او امريکايي چارواکو په ګډه اعلاميه باندې خبرې کړي دي.

هغه ويلي د امريکې د بهرنيو او دفاع د وزیرانو د هند د وزيرانو سره د ليدنو وروستو په ګډ بيان کې د پاکستان پرضد بې اساسه تورونه لګول شوي دي.

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د دفاع وزير جېمزمېټس د ستمبر په شپږمه د هند سفر کړی او هندي چارواکو سره يې لېدنې شوي او په دغه مهال د دواړو هېوادونو ځينې دفاعي تړونونه هم لاسليک شوي وو.

د ليدنو وروستو په ګډه اعلاميه کې د پاکستان نه غوښتل شوي ؤ چې دا خبره باوري کړي چې خپله خاوره د نورو هېوادونو پرضد د ترهګرۍ دپاره ونه کاروي.

د هند او امريکا ترڅنګ افغانستان هم د اوږدې مودې نه په پاکستان تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او د دغه ځايه په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه هم ردوي.