د پاکستان او افغانستان سیالي په اخري اورونو کې نوره هم سخته شوې

د افغانستان ښه بالینګ او د پاکستان بیټسمنانو استقامت د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه لا ډېره سخته او په زړه پورې کړېده.

د دواړو لوریو ترمنځ لوبه لا هم ښه درځ کې پرمخ روانه ده او داسې ښکاري چې ددغې سیالۍ برخلیک به په وروستیو اورونو کې څرګندیږي.

د افغانستان د کرکټ ټیم لخوا په فیلډینک ځینې نیمګړتیاوې لیدل کیږي خو په ټوله کې هڅه کوي لوبه په ښه ډول پر مخ بوځي.

د پاکستان د دریو ویکټو له غورځېدو سره په دغه ټیم فشار زیات شوی دی خو د افغانستان بالینګ به په راتلونکو اورونو کې له سخت چلنج سره مخ وي ځکه چې دا وخت ډېر تجربه لرونکي بیټسمنان ولاړ دي.

داسې ښکاري، چې د ښه بالینګ او بېټینګ سره سره اوس دا د سړې سینې لوبه ده او هاغه ټیم به یې ګټي چې خپل اعصاب په خپل کابو کې وساتي.