عدالت د اسحاق ډار د جايداد ليلام کولو امر کړی

اسحاق ډار د مسلم ليګ ن په تېر حکومت کې د ماليې وزير ؤ.

د اسلام اباد د احتساب عدالت د پنجاب حکومت ته د يو امر لاندې واک ورکړی چې د ماليې يا خزانې پخواني وزير اسحاق ډار جايداد لیلام کړي.

اسحاق ډار د مسلم ليګ ن په تېر حکومت کې د ماليې وزير ؤ.

د اسلام اباد د احتساب عدالت جج محمد بشير نن د نهې، سه شنبې په ورځ د امدن د زيات جايداد ساتلو په قضيه کې فېصله اورولې ده.

عدالت ويلي د پنجاب حکومت واک لري چې هغه د اسحاق ډار جايداد د ځان سره وساتي يا يې ليلام کړي.

د پاکستان د احتساب قامي ادارې د اسحاق ډار پرضد د امدن نه د زيات جايداد په اړوند عدالت ته خواست کړی ؤ.

د ځايي ميډيا ترمخه اسحاق ډار دا وخت په لندن کې دی او عدالت په ياده قضيه کې اشتهاري ګرځولی دی.

د احتساب قامي ادارې عدالت خواست کړی ؤ چې د ډار د جايداد د ليلام ورکولو اجازه ورکړي.

نېب عدالت ته په خواست کې ويل شوي شپږ مياشتې تېرې شوي او تورن ملزم عدالت ته نه دی حاضر شوی.

د اسحاق ډار وکيل د فېصلې وروسته ويلي د ډار سره د مشورې پس به د فېصلې چېلنج کولو پرېکړه کوي.

د ځايي ميډيا ترمخه اسحاق ډار او مېرمن يې په ګډ نومونو په لاهور او اسلام اباد کې جايداد او په بېنکونو کې اکاونټونه لري.

ويل شوي د ډار سره په اسلام اباد کې څلور پلاټونه او په لاهور کې يو کور او څلور پلاټونه دي.

د هغه د نور جايداد په اړه ويل شوي چې درې لېنډ کروزر ګاډي، دوه مرسډيز او يو موټر هم لري.

ويل کيږي نوموړی په متحده عرب اماراتو کې هم جايداد لري.