پاکستان ملي لوبغاړو ته په اې پي اېل کې د لوبېدو اجازه نه ورکوي

Shahid Afridi in APL

واشنګټن: د پاکستان کرکټ بورډ خپلو ملي لوبغاړو ته اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان په پرمیر لیګ (اې پي اېل) سیالیو کې برخه واخلي.

تېره میاشت د پاکستان د کرکټ لوبغاړو ویلي وو چې د اې پي اېل د کرکټ په سیالیو کې به چې ټاکل شوې ده د اکټوبر په پنځمه نېټه به ترسره شي برخه واخلي.

د پاکستان یو وتلي تلویزیون جیو په خپل یو راپور کې د پاکستان د کرکټ بورد له خولې ویلي، چې دوی یواځې خپلو متقاعدو (ریټایرډ) لوبغاړ ته اجازه ورکوي چې په اې پي اېل کې برخه واخلي.

وي او اې ډیوې چې کله د پاکستان د کرکټ بورډ له چارواکو سره په دغې موضوع اړیکه ونیوله نو هغوی له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

د پاکستان د کرکټ بورډ لخوا تر دې وړاندې د خپرو شویو معلوماتو له مخې سهېل تنویر، محمد عمران، کامران اکمل او افتخار احمد به په دغو لوبو کې ګډون نشي کولای او محمد حفیظ، وهاب ریاض او فهیم اشرف به په خپلو نړیوالو لوبو باندې بوخت وي.

که څه هم دغه خبر په رسمي ډول تایید شوی نه دی، خو په ټولنیزو رسنیو پرې بحثونه روان دي.

ځینې خلکو نیوکې کړي، چې د اې پي اېل له پېل کېدو څو ورځې وړاندې د پاکستاني لوبغاړو برخه نه اخیستل به په دغو سیالیو باندې ډېرې منفي اغیزې وکړي.

ځینو پکې دا هم ویلي، چې که د پاکستان لوبغاړي په دغو سیالیو کې نه وي نو بیا به هم دغه سیالۍ پر خپل وخت پر مخ ولاړې شي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي، چې د پاکستان د کرکټ د ټیم پخواني کپټن شاهد افریدي به یواځینی لوبغاړی وي چې ددې کال په ټورنمنټ کې به برخه واخلي.