په ګلستان کې د قبایلي بدیو د ختمولو لپاره امن جرګه لا روانه ده

Your browser doesn’t support HTML5

د بلوچستان په ګلستان سیمه کې د امن جرګې خېمې له تېرو ۲۲ ورځو راهیسې لګېدلې ده او مشران یې غواړي چې په دې سیمه کې له کلونو راهیسې د بېلابېلو پښتني قبیلو تر منځ بدۍ او دوښمنۍ ختمې کړي.

د امن جرګې مشر لالا یوسف غلجی وایي، دوی چې د دغو بدیو د هواري لپاره چاته هم ورغلي هغوی یې هرکلی کړی دی او هیله لري چې د دوی منځګړتوب به د دغو قبیلو تر منځ بدۍ ختمې کړي او سوله به وشي.
د وي.او.اې ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي د جرګې له مشر لالا یوسف او یوه دیني عالم سره خبرې کړې دي: