زلمی خلیلزاد:طالبان اؤ افغان دولت دې دسولې خبرو دپاره خپل استازي وټاکي

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په افغان دلت اؤ طالبانو غږ کړی دی چې دسولې خبرو دپاره باید خپل استازي وټاکي.

تیره ورځ کابل کې خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي خلیلزاد ویلي افغانستان کې سوله اؤ امن تر هرڅه زیات مهم دی اؤ اوس وخت رارسیدلی دی چې نوره باید دا څلویښت کلنه جګړه پايي ته ورسیږي.

هغه وویل د سولې بههیر دافغانانو داخلي موضوع ده خو امریکا به دغو خبرو کې دمرستې ترڅنګ ګډون هم ولري.

امریکا تیره میاشت په خټه افغان زلمي خلیلزاد افغانستان کې د سولې دخبرو پرمخ وړلو دپاره خپل استازی ټاکلی اؤ‌ هیله یې ښکاره کړې ده چې هغه په افغانستان کې پیدا شوی، لویې شوی ،دافغانستان په وضعیت ښه پوهه لري ځکه نو په دې کې به بریالی شي چې طالبان افغان دولت سره سولې ته چمتو کړي.

زلمي خلیل زاد وویل امریکا غواړي افغانستان کې روان جنګونه باید نور پایي ته ورسیږي اؤ په دغه لړ کې عملي مرسته کوي.

زلمي خلیل زاد پرون دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کري،سیاسي مشر استاد سیاف اؤ دملي امنیت صلاح کار حمدالله محب سره هم لیدل کتل کړي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې د روان بهیر په اړوند خبرې کړي.

ټاکل شوې ده افغان چارواکو سره له لیدنې وروسته به زلمی خلیل زاد اسلام اباد ته هم سفر وکړي اؤ دغلته به دپاکستان وزیراعظم عمران خان،دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ نورو مشرانو سره دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ سوله کې دپاکستان په کردار خبرې وکړي.

دافغانستان دملي امنیت دشورا دیو بیان له مخې حمدالله محب سره لیدنه کې د سولې دخبرو دپاره دامریکا ځانګړي استازي وویل دسولې او ثبات لپاره افغانستان او د امریکا متحده ایالتونه ګډې موخې لري او دغه هدف ته د رسېدو په موخه یې د خپل پیل کړي ماموریت د اهدافو په اړه معلومات وړاندې کړل.

بیان کې ویل شوي چې په دې ناسته کې د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي، د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي، د سیمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رييس متین بېک او د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال اخترمحمد ابراهیمي د روانو امنیتي او نظامي چارو او پرمختګونو په اړه بحث وکړو.