دجمال خاشقجي د وژنې دپلټنو لړ کې دسعودي قونصلګري بیا لټول شوې ده

دترکي پولیسو د سعودي خبریال جمال خاشقجي د بې درکۍ دپلټنو لړ کې یو ځل بیا استنبول کې د سعودي عرب د قونصلګرۍ لټونه کړې ده.

خبري رسنۍ وایي د جهارشنبې په شپه د قونصلګرۍ دلټونې نه وړاندې ترکي چارواکو استنبول کې دسعودي دقونصل جنرال کور هم تر نهو ساعتو لټولی تر څو د جمال خاشقجي د شکمنې وژنې په اړوند ثبوتونه ترلاسه کړي.

دسعودي حکومت د کړنو مخالف وتلی شپیته کلن سعودي خبریال جمال خاشقجي په دې څه دپاسه دوه اوونۍ وړاندې دویزې اخستلو په موخه استنبول کې د سعودي قونصلګري ته ننوتلی ؤ اؤ ویل کیږي چې له هغې وروسته له قونصلګرۍ نه دی راوتلی.

په نړیواله کچه دعوې کیږي چې دغه خبریال د سعودي چارواکو د قونصلګرۍ دننه وژلی خو سعودي عرب دا دعوې ردوي.

رائټرز خبري اژانس وایي دترکي دپلټنو ډلې دقونصلګرۍ ګاډي لټولي اؤ په تیزو رڼاګانو کې یې د قونصلګرۍ دباغ اؤ چمن لټونه هم کړې ده خو دا نه ده معلومه شوې چې هغوئ په باغ کې څه لټول؟

روانه اوونۍ کې دا دوهم وار دی چې د ترکي چارواکي دپلټنو دپاره د سعودي قونصلګري لټوي.

د قونصل جنرال د کور دلټونې په مهال د ترکي چارواکو سره د سعودي دوه پلټونکي هم ملګري وؤ چې دجمال خاشقجي د معاملې پلټنو دپاره تیره اوونۍ استنبول ته رسیدلي دي.

د لټون په مهال د ترکي پلټنونکو دقونصل جنرال دکور ګېراج ؤ اؤ بام هم لټولی اؤ په دغه مهال یوې ډرون الوتکې دهوا څخه دسیمې څارنه کوله.

دترکیې یو خبري اژانس وایي پولیس غواړي د قونصل جنرال په کور کې د موجود یو کوهي څخه هم لیدنه وکړي.

ایسوسي ایټډ پریس د ترکي د یو چارواکي له خولې یلي په پلټنو بوختې ډلې ته ځینې داسې ثبوتونه په لاس ورغلي چې ښایي سعودي خبریال جمال خاشقجي د قونصلګرۍ دننه وژل شوی .

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ګواښ کړی چې که چرې سعودي نوموړی خبریال دقونصلګرۍ دننه وژلی وي نو ددې به ورته سخته سزا ورکړل کیږي