چین ۵۴ کیلومټره اوږد سمندري پول جوړ کړ

چین د سمندر پر سر باندې په نړۍ کې تر ټولو د یوه اوږده پله پرانېسته وکړه چې اوږدوالی یې ۵۴ کیلومټره دی.

ددغه پول د رغولو چارې په ۲۰۰۹ کال کې پېل شوې وې چې ارزښت یې ۲۰ بیلینو ډالرو ته رسېږي.

له دغه پله سره د چین اصلي خاوره له هانګ کانګ او ماکو سره نښول کېږي.

دا په دواړو نیمه خپلواکو سیمو باندې د چین لخوا د خپلو منګولو د کلکولو نښه کڼل کېږي.