نېټو د افغان ځواکونو سره په موقتي ډول د نه مخامخ کېدو پرېکړه کړې

په وروستيو کې په افغانستان کې د کندهار د پوليسو مشر او بهرني سرتيري د وژنې وروسته د امريکا په مشرۍ د نېټو ځواکونو پرېکړه کړې چې په موقتي ډول به د افغان ځواکونو سره نه مخامخ کيږي.

افغانستان کې د نېټو ویاند وي او ای ته ويلي په روانو حالاتو کې د نېټو او امریکايي ځواکونو د امنيت يقيني کولو دپاره په سمدستي ډول ګامونه پورته کړی شوي دي.

وياند کرنل کناټ پيټر د افغان ځواکونو په بهرنیو سرتېرو د بريدونو په تړاؤ ويلي د ملګرو ځواکونو د بريدونو وروسته داسې ګامونه په عمومي ډول د رابطو رالنډولو دپاره وي.

هغه ويلي ځواکونه يې د ترهګرو پرضد خپل عمليات نه پرېږدي خو د ځايي ځواکونو نه په فاصله کې به ورسره رابطه کوي او تماس به يې اوس د ټيليفون او ايمېل د لارې وي.

د ګل، دوشنبې په ورځ په هرات کې يو افغان سرتيري د چيک ريپبلک سرتېری په ډزو وژلی او دوه نور يې ژوبل کړي وو.

له دې وړاندې په ۱۸م اکتوبر په کندهار کې په يو بريد کې د دغه صوبې د پوليس او ملي امنیت مشران وژل شوي او بهرني سرتيري پکې ژوبل شوي وو.

د دغه بريد په مهال د امریکايي ځواکونو مشر جنرل سکاټ ميلر هم موجود ؤ خو هغه روغ وتلی ؤ.

ويل شوي وودغه بريد د کندهار د ګورنر يو ساتونکي کړی او طالبانو د بريد زمه واري منلې وه.

په افغانستان کې د کال ۲۰۰۸م راهسې په منځنو بریدونو کې تراوسه پورې ۱۵۰ امریکايي او نور بهرني سرتيري وژل شوي او نزدې ۲۰۰ ژوبل شوي دي.