عدالت ته ويل شوي، جماعت الدعوه او اېف ايي اېف نور لاقانونه نه دي پاتې

د ملګرو ملتونو د قرارداد لاندې چې پاکستان د صدارتي ارډيننس د لارې جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن لاقانونه تنظیمونه ګرځولي عدالت ته ويل شوي د ياد ارډيننس موده ختمه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بندېز لاندې د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن مشري حافظ سعيد کوي، د چا په سر چې امریکې ١٠ مېلینه ډالره انعام اعلان کړی دی.

امریکا او هند تور لګوي چې جماعت الدعوه په کال ٢٠٠٨م کې په ممبۍ ښار کې شوي ترهګر بریدونو کې لاس لري.

د زيارت، پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد هايکورټ کې د حافظ سعيد د خواست اورېدنه شوې ده، په ياد خواست کې هغه ارډيننس چېلنج کړی شوی ؤ د کوم لاندې چې جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو په فهرست کې شامل کړی شوې وې.

ياد ارډيننس د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا لخوا د یادو ډلو د څار په نوملړ کې شاملولو وروسته راوړل شوی ؤ.

د روان کال فرورۍ په میاشت کې مخکني صدر ممنون حسېن د ۱۹۹۷م د ترهګرۍ پرضد قانون کې د بدلون ارډيننس جاري کړی او د حافظ سعيد ډلې يې لاقانونه ګرځولې وې.

د حافظ سعيد وکيل راجه رضوان عدالت ته ويلي د پاکستان تحریک انصاف حکومت د ارډيننس موده نوره نه ده غځولې او نه يې ارډيننس د قانون جوړېدو دپاره پارليمان ته وړلی دی.

د ډان د رپوټ ترمخه مرستيال څارنوال راجه خالد محمود د ارډيننس د مودې ختمېدو پخلی کړی او ویلي يې دي په دغه اړوند به د کورنيو چارو وزارت په خپله خپل دريځ وړاندې کوي.

د فرورۍ په مياشت کې امريکې وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې واچول شي، د پنجاب حکومت بيا له دغې وروسته د حافظ سعيد په مشرۍ د ادارو دفترې په خپله ولقه کې اخستل پېل کړي وو.

په وروستيو کې د اسلام اباد په سفر د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو لېږلو د څار نړیواله ډلې (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) ویلي د پاکستان په هغو ګامونه مطمئن نه ده کوم چې يې پورته کړي دي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې ځايي ميډيا ويلي ؤ د اېف ای ټي اېف د اسيا څانګې د پاکستان لخوا د ترهګرۍ د مالي مرستو او په غېر قانونه توګه د پېسو د لېږلو په اړوند ګامونه پورته کړي او د ادارې په نيمو سپارښتنو يې عمل کړی خو دا د دې وړ نه دي چې پاکستان پرې د خړ لسټ څخه وويستل شي.

په عېن حال کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قامي ادارې (نېکټا) مشر خالقداد ويلي د ترهګرۍ د مالي سرچينو په اړوند قضيو د پلټنو او عدالتي اورېدنو په لړ کې دې بدلونونه وشي.

د ځايي ميډيا ترمخه د ترهګرۍ د مالي مرستو پرضد جوړ ټاسک فورس غونډې ته په وېنا کې نوموړي په قانون پلي کوونکو ادارو ټينګار کړی چې د ترهګرۍ د پېښو په شا د پټو مالي سرچينو مالومولو په لړ کې بې طرفه پلټنې وکړي.

پاکستان له به د راتلونکي کال ستمبر د مياشتې پورې د ترهګرو د مالي مرستو او مني لانډرنګ د مخنيوي په اړوند د اېف ای ټي اېف په نکاتو او کاري پلان عمل کول وي.