یمن: په یمن کې زموږ او د سعودي تر منځ نه، د هوثي یاغیانو په ضد جګړه ده

واشنګټن ـــ پاکستان ته د سعودي عربستان د شپږ اربه ډالرو مرستې ورکولو او بیا په یمن جګړه کې د وزیراعظم عمران خان له خوا د منځګړتوب تر اعلان وروسته، په پاکستان کې را پورته شوو اندېښنو ته په اسلام اباد کې د یمن سفارت ویلي، چې د یمن جګړه د ایران پلوه شیعه ډلې هوثي د بغاوت نتیجه ده.

د یمن سفارت د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې سپیناوی کړی، چې وایي ځینو رسنیو په یمن کې روانه جګړه د یمن او سعودي تر منځ جګړه یاده کړې چې وایي دا خلکو ته غلط تاثر او معلومات ورکوي، خو وایي دا جګړه په اصل کې په یمن کې د هوثي یاغیانو په ضد ده.

په پاکستان کې مخالفو ډلو د وزیراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې چې د یمن په جګړه کې ښکېل سعودي عربستان ورسره په کومو شرایطو د مرستو کولو پرېکړه کړې ده. د پاکستان لویو سیاسي ګوندونو پیپلز ګوند او مسلیم لیګ ن د عمران خان د هغه اعلان په اړه هم پوښتنې را پورته کړې چې ولې یې د یمن په جګړه کې منځګړتوب خبره کړې ده.

پاکستان په ۲۰۱۵م کال کې د خپلو پارلمانونو په ګډه غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د سعودي عربستان او په یمن کې د روانې جګړې په اړه به بې طرفه پاتې کېږي.

په پاکستان کې په دغه موضوع له تازه بحث وروسته، د یمن سفارت په خپل بیان کې پر سعودي عربستان او نورو دوستو هېوادونو غږ کړی چې په یمن کې د جلاوطنه صدر عبدربو منصور هادي د حکومت پر ځای کولو لپاره دې ورسره مرسته وشي.

په یمن کې روانه جګړه په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت پیل شوه چې هوثي یاغیانو پایتخت صنعا ونیو او د عبد ربو حکومت یې نسکور کړ، تر هغه وروسته سعودي د هوثي یاغیانو په ضد اتحاد جوړ کړ چې دا جګړه لا تر اوسه روانه ده.

د یمن سفارت په خبرپاڼه کې لیکلي، چې هوثي شیعه ګانو د وسلو په زور د یمن د حکومت او ولس په ضد بغاوت وکړ او د دې هېواد ادارې یې ونیولې، ځکه نو د یمن حکومت د خپل ولس د ژغورنې په خاطر له سعودي او دوستو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونه وایي، د ۲۰۱۵م کال له مارچ میاشتې راهیسې د سعودي عرب په مشرۍ ګډ اتحاد چې د یمن د حکومت په ملاتړ پر هوثي یاغیرانو هوایي بمبارۍ پیل کړې، تر اوسه پورې شاوخوا 16,000 عام خلک پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي چې وایي زیاتره یې ماشومان دي.

د خوراک نړیوالې ادارې (ورلډ فوډ پروګرام) په دې وروستیو کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې په یمن کې د وروستیو شخړو له امله پراخ خوراکي بحران پیدا شوی، چې له کبله یې شاوخوا اته میلینه خلک د خوراک له نېستۍ سره مخ دي او شاوخوا څلور میلینه نور هم د خوراک د بحران له خطر سره مخ دي.