د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، د چین په قونصلګرۍ ناکامه کړی شوی برید د چين او پاکستان د سوداګرۍ لوظنامو ته غبرګون ويل دی.
عمران خان ويلي د بريد هدف چينايي سوداګر پانګوه وال ويرول او د چين او پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېک) کمزورې کول خو ترهګر به کامياب نه شي.
The failed attack against the Chinese Consulate was clearly a reaction to the unprecedented trade agreements that resulted from our trip to China. The attack was intended to scare Chinese investors and undermine CPEC. These terrorists will not succeed.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) November 23, 2018
د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې نن د چين په قونصلګرۍ وسله وال بريد شوی چې پکې دوه ملکي وګړي او دوه پوليس وژل شوي دي.
پوليس وايي درې بريدګر يې وژلي دي. د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون خوښې ډلې (بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.
وزيراعظم د چين د خپل تازه سفر په مهال د لوظنامو يادګېرنه کړې ده.
عمران خان نن په اورکزو کې د شوې چاؤدنې هم غندنه کړې ده.
د اورکزو په چاؤدنه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.
وزيراعظم ویلي، دا بريدونه د هغې پلان برخه ده د کوم چې په پاکستان کې ناامني او جوړول غواړي.
I am absolutely clear both these attacks are part of a planned campaign to create unrest in the country by those who do not want Pakistan to prosper. Let there be no doubt in anyone%27s mind that we will crush the terrorists, whatever it takes. https://t.co/AhPpjsUGEq
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) November 23, 2018
پاکستان کې د بدامنۍ تازه پېښې په داسې حال کې رامنځته شوي چې په ملک حکومتي او پوځي چارواکي ادعا کوي د ترهګرو ملا ماته کړی شوې ده.
په پاکستان کې د تېرې يوې مودې نه د بمي چاؤدنو، ځانمرګو او ترهګرو بريدونو په پېښو کې کمی راغلی دی.
د چين په قونصلګرۍ د بريد زمه واري منونکې ډلې ویلي، چينايي چارواکو ته يې دا خبرداری ورکړو چې په ځمکو يې د قبضې کولو هڅه پرېږدي کنه په راتلونکې کې به د نورو مشکلاتو سره مخ شي.