چارواکو ويلي د اتوار، يکشنبې په ورځ په هندي کشمير کې په يوه نښته کې شپږ ياغي وسله وال او يو هندي عسکر وژل شوی او د يادې پېښې وروسته په سیمه کې سخت احتجاجونه پېل شوي دي.
د هند پوځي وياند کرنل راجېش کاليا ويلي هندي پوځ د اتوار په سهار د شوپيان کلي نه چاپېره شوی او د وسله والو سره په نښته کې بيا شپږ تندلاري او يو عسکر وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی.
راپورونه وايي د پېښې وروسته په سيمه کې د هند پرضد مظاهرې پېل شوي او نښتې پکې هم شوي دي.
پوليس او ځايي خلکو ويلي د مظاهرو په مهال د مظاهره چيانو او پوځ ترمنځه نښتو کې يو ځوان هلک وژل شوی او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
د هند او پاکستان ترمنځه پرتې لانجمنه سيمې کشمير باندې پاکستان د خپل مالکيت ادعاوې کوي.
د پاکستان د دولتي رسنيو ترمخه د کشمير د چارو پاکستاني وزير علي امين ګنډاپور ويلي د هندي پوځ د لاسه عام ملکي وګړي وژل شوي او د وژنو غندنه يې کړې ده.
هغه ويلي پاکستان يو پرامنه ګاونډ غواړي او زیاته کړې يې ده پکار ده چې د کشمير په مسله هند د خبرو مېز ته راشي او دغه مسله د خبرو د لارې په پرامنه ډول هواره شي.
راپورونه وايي زياتره کشميريان د ياغيانو د دې غوښتنې ملاتړ کوي چې يا د پاکستان د واک لاندې راشي او يا ازاد هېواد ولري، او د دې ترڅنګ دوي په هندي کشمير کې په مظاهرو کې برخه هم اخلي.
په هندي کشمير کې ياغيان د کال ۱۹۸۹م څخه جنګيږي.
هند په پاکستان تور لګوي چې ياغيانو ته وسله ورکوي او روزنه یې کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي د کشميريانو اخلاقي ملاتړ کوي.
راپورونه وايي په کشمير کې تراوسه پورې نزدې ۷۰زره کسان وژل شوي دي.