د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان ته رسېدلي دي.
پوځي ویاند مېجر جنرل اصف غفور په ټویټر ويلي،
"وزيراعظم او پوځي مشر ته په ميران شاه کې د امنيت، په سیمه کې د ثبات په عملیاتو، اقتصادي پروسو او د کډوالو د بيا ودانۍ په اړوند احوال تېر کړی شوی دی".
ويل شوي وزيراعظم به وروسته د غلام خان د ټرمينل او په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو لیدو ته هم لاړ شي او په میرانشا کې به د ځايي مشرانو جرګې ته وېنا وکړي.
Prime Minister and COAS arrived at Miran Shah, North Waziristan. Being briefed on security situation, ongoing stability operations, socio-eco projects & rehab of TDPs. PM will later visit Ghulam Khan Terminal/ border fencing and address jirga of local elders at Miran Shah. pic.twitter.com/6mcbtkTssj
— Maj Gen Asif Ghafoor (@OfficialDGISPR) November 26, 2018
د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د عمران خان د سیمې د سفر په اړوند ويلي د وزیراعظم دغه سفر د پوځ پلان سفر دی.
هغه ويلي عمران خان له پکار وه چې د سفر وړاندې يې د سيمې د منتخب استازو سره ليدلي او د علاقې په مسلو یې ترې ځان خبر کړی وی.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې محسن داوړ وويل هغه او د جنوبي وزيرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير ته د عمران خان د سفر ويل شوي چې په وزیرستان کې ورسره وويني خو دوي دواړو ترې انکار کړی دی.
هغه وويل د دوي د انکار علت دا دی چې دوي ته بايد عمران خان د وړاندې نه ویلی دوي به يې تود هرکلی کړی او د سيمې بنيادي مسلې به يې ورته په خپله وړاندې کړې وې ځکه چې دوي د علاقې خلکو منتخب کړي او دوي د علاقو په مسلو خبر دي.
د عمران خان د وزيراعظم جوړېدو وروسته د شمالي وزيرستان دا لومړی سفر دی.
د سيمې د خلکو په وېنا د وزیراعظم د شمالي وزيرستان د سفر په مهال غېر اعلاني کرفيو په ځای کړی شوې ده.
شفيع داوړ په ټويټر دغه خبره ليکلې ده.
عمران خان کا دورہ وزیریستان میرانشاہ میں غیر اعلانیہ کرفیو نافذ سکول، دفاتر، بازار، ہسپتال بند#Waziristan #Miranshah
— Shafi Dawar (@shafidpk) November 26, 2018
د انتظاميې په وېنا په علاقه کې د امنيت دپاره کلک ګامونه پورته کړی شوي دي.
د ځايي خلکو په وېنا خلک په کورونو کې بند دي چاته هم د ګرځېدو اجازه نشته د کرفیو ماحول جوړ دی په سړکونو د ګاډو چلند ودرول شوی او هر ډول هلې ځلې په ټپه ودرول شوي دي.