د هند سره پولې پرانستل کيږي د افغانستان سره ولې نه؟

پاکستان د سيکانو د روحاني مشر ګرونانک د ۵۵۰ کلیزې په تړاؤ د هند سره د کرتار پور پوله پرانيزي چې سيکان په اسانۍ سره د ګرونانک قبر ته راشي.

په ټولنیزو رسنيو ويل شوي چې د هند سره د کرتار پور راهداري جوړیږي دغه ډول اقدام دې بايد د افغانستان سره په پوله هم وشي او د افغانستان سره تړلې لارې دې پرانيستی شي.

کرتار پور پوله د پاکستان د پنجاب صوبې په ختيځ او هند د پنجاب رياست د ګورداسپور په شمالي لویديځ په ختيځ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرته ده.

هند د دغه پولې د پرانستې په موخه پرون د ګل، دوشنبې په ورځ بنياد اېښودی او پاکستان سبا د شورو، چهارشنبې ورځ ټاکلې چې وزيراعظم عمران خان به د پولې د پرانستو د پروسې بنياد ږدي.

د باجوړ نه ژورنالسټ حسبان الله خان په فېس بک ليکلي،

"د کرتار پور د پولې پرانستو وروسته د پاکستان او افغانستان د باجوړ د غاخي پوله هم پرانستل پکار دي".

او د باجوړ يو بل خبريال بلال ياسر په ټويټر لیکلي،

پښتنې فعالې ثنااعجاز په ټويټر ويلي،

"په کراچۍ کې د چين د سفارتخانې د بريد په مقدمه کې ښکاره د هند د استخباراتي ادارې (RAW) او (BLA) نومونه ليکل شوي خو د هغې باوجود د هند سره د کرتار پور د پولې پرانستو خبرې، خو بل لور ته د افغانستان سره پوله بنده او د نورې سختۍ منصوبې".

پښتون پوهان او ليکوال خادم حسېن د کرتار پور د پولې پرانستل د افغانستان د پولې سره په دې ډول پرتله کړي دي.

"په سيمه کې د سولې دپاره د کرتار پور د راهدارۍ پرانسته د خوشحالۍ خبره ده، د ګاونډي هېوادونو ترمنځ د ګټې په اساس اړیکو جوړولو دپاره د دواړو هېوادونو د اولس ترمنځ د اړیکو سهولت کاري ده. د افغانستان په اړوند هم دا پاليسي ګټوره ګرځېدی شي".

پاکستان د افغانستان سره د تورخم اوچمن دوه غټې رسمې لارې لري د دې نه علاوه په جنوبي وزيرستان کې د انګور اډې، په شمالي وزيرستان کې د غلام خان او په کرمه کې د خرلاچي کاروباري لرې لري.

له دې نه علاوه د عام تګ راتګ دپاره په باجوړ کې د غاخي او نواپاس، په مومندو کې د ګوسړۍ (ګورسل)، په خېبر کې د شلمان او تيراه ترڅنګ په پوله پرتو نورو سيمو کې هم دغه ډول لارې چې د افغانستان سره به پرې تګ راتګ او تجارت کېدو، خو دا د تېرې اوږدې مودې نه په مستقله توګه بندې کړی شوي دي.