که دپاکستان د حکومت سياسي مخالفين او ناقدين وايي چې د عمران خان حکومت په لومړېو سلو ورځو کې کوم قانون جوړ کړی نه دی، روزګارونه يې نه دي ورکړي؛ وزير اعظم پارلمان کې پوښتنو ته نه دی حاضر شوی او يا د ګرانۍ مخه نه ده نيول شوې نو وايي دې کنه،واکمن ګوند تحريک انصاف خو دعوه کوي چې د سلو ورځو ایجنډه یې عملي شوې ده.
پاکستان کې په ۲۵جولایي د شوؤ ټولټاکنو نه دمخه په ۲۰م مئ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په حکومت کې دراتلو دپاره د خپلو لمړیو سلو ورځو ایجنډا اعلان کړې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په دغو سلو ورځو کې به بدلون راولي.
په سیاسي توګه دغه ایجنډه کې دا درې سترې خبرې شاملې وي چې فاټا به خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډوي،پنجاب کې به یوه بله صوبه جوړوي اؤ مرور بلوڅان به پخلا کوي خو څيړونکي وایي چې دغه ټول کارونه یې لا په بشپړ ډول سرته نه دي رسولي.
په پاکستان کې د عمران خان دحکومت راتلو سره سم د ډالر نرخ ختلی چې له امله یې هر شی ګران شوی، دګیس اؤ بجلۍ نرخونه ختلي اؤ په ضمني بجټ کې په خلکو اضافي ټیکسونه هم لګول شوي دي.
خو تحریک انصاف ګوند دعوې کوي چې هغوئ په سلو ورځو کې زیات بریالیتونه ترلاسه کړي.
د ګوند په سوشل میډيا د اکثرو وزيرانو په اړه ويل شوي چې تېرو سل ورځو کې يې ورسپارل شوي کارونه سر ته رسولي.
لکه د مرکزي مرستيال وزير مراد سعيد په اړه دتحریک انصاف د ټوټئر په پاڼه یوه ویډیو کې دعوه شوې چې هغه په تيرو سلو ورځو کښې غوره کارکردګي ښودلې ده، که هغه دوزيراعظم دسادګۍ مهم وي او که دپاکستان د ډاګ د نظام بحالي ده.
-@MuradSaeedPTI, Minister of State for Communications.This man with the nerves of steel performed exceptionally well in first 100 Days. Be it PM Austerity Drive or Revamping of Pakistan Post, he has surely set the bar high.#100DaysOfKhan pic.twitter.com/EqTVIjlGn3
— PTI (@PTIofficial) November 27, 2018
په ټوئټر دتحریک انصاف دحکومت ګوند خپل حکومت د وزیرانو صفتونو اؤ کار ښودنې ته زور ورکړی اؤ دخزانې د وزیر اسد عمر په هکله یې په یوه ویډيو کې ویلي چې اسد عمر د زرمبادلې، زياتيدونکي پور ، دادائيګۍ دتوازن بحران کښې چ واک ترلاسه کړى ؤ خو دسلو ورځو تيريدو وروستو هغه په ايف بي ار کښې داصلاحاتو ، برامداتو ، ترسيل زر او تجارت لپاره ګامونه اخستي دي.
اسد عمروفاقی وزیر خزانہ نےجب وزارت سنبھالی تو اربوں ڈالرکےقرضوں میں جکڑےملک کے تمام ادارے اربوں روپےسالانہ کے خسارےمیں چل رہےتھے۔اسدعمر کی محنت اور پیشہ ورانہ صلاحیت کی بدولت سو روز کے اندر پاکستان کی معیشت پر کیا اثرات مرتب ہوئےدیکھئے اس ویڈیو میں#100DaysOfKhan @Asad_Umar pic.twitter.com/PJuInoCEfj
— Tehreek-e-Insaf (@InsafPK) November 27, 2018
دپي ټي ائي ټويټر په پاڼه دعوه شوې چې دسلو ورځو په ايجنډا کې داطلاعاتو وزير فواد چوهدري سرکاري ټي وي له سياسي اثرورسوخ خلاص کړی، دټولو سياسي ګوندونو لپاره يې يو شان او بې پلوه رپورټنګ او کوريج باوري کړی دى.
خو په قامي اسمبلۍ کې بیا د ستر مخالف ګوند مسلم ليګ(ن) وياندې مريم اورنګزيب لخوا په ټويټر ويل شوي دسلو ورځو دحکومتي کارکردګۍ په اړه وهائټ پيپر(سپينه پاڼه) ډير زر مخې ته راروانه ده، له دې وړاندې چې کله عمران خان وويل له خپلې خبرې پشا کیدل دعظيم مشر نخښه وي نو پخپل يو بل ټويټ پيغام کښې مريم نواز پوښتنه کړې وه ديو کروړ نوکرو اؤ پنځوس لکه کورونو به څه کيږي؟
100 Days Performance white paper coming soon ! pic.twitter.com/9h90pU8VCj
— Marriyum Aurangzeb (@Marriyum_A) November 27, 2018
وزیراعظم عمران خان واک ته له رسیدو وړاندې دعوه کړې وه چې که هغه اقتدار ترلاسه کړو نو خلکو ته به یو کروړ نوکرۍ اؤ پنځوس لکه کورونه ورکوي.
دسید طلعت حسین په نوم یو پاکستاني خبریال بیا د حکومت د سلو ورځو د ایجنډې په هکله په ټوئټر یو خپره کړې ویډيو کې دحکومت یوه په یوه ناکامي په ګوته کړې اؤ لیکلي یې دي حکومت وعده کړې وه چې نیب به په بشپړ دول خپلواکه کوي خو حقیقت دادی چې نیب تر وړاندې زیات متنازعه شوی اؤ خیبر پښتونخوا صوبه کې احتساب کمیشن بیخي بند کړل شو.
100 days, Lucky Imran Khan#100daysofPTI Please subscribe to our YouTube channel: https://t.co/Vjg8QSwANy pic.twitter.com/tIapQdWHrR
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) November 27, 2018
هغه وړاندې وایي چې دپولیسو دغیر سیاسي کولو وعده شوې وه خو دپاکپتن د پولیسو دمشر بدلو،دناصر دراني استعفا ،داسلام اباد د ایي جي بدلول اؤ د طاهر داوړ وژنه بیا اصل حقیقتونه ښایي.
هغه وړاندې وایي چې حکومت د معیشت د پیاوړي کولو دعوه کړې وه خو اوس خپل معیشت د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، چین ، ملائشیا اؤ ایي ایم ایف دلارې غوره کوي اؤ له هغوئ پيسې غواړي.
هغه وایي د تحریک انصاف حکومت کې دانتظامي چارو یوه ستره برخه د سپریم کورټد مشر قاضي په لاس کې ده اؤ دا دهغه په خوښه ده چې بیورو کراسي به څنګه کنټرولوي،ادارې به څرنګه پرمخ وړي اؤ دانصاف معامله خو هسې هم د مرکز صوبو دننه دمشر قاضي په لاس کې ده
هغه وایي داسې لیدل کیږي چې ددفاع اؤ بهرنیو چارو په اړوند زیات واکونه پوځ په لاس کې نیولي.
ټاکل شوې ده وزیراعظم عمران خان سبا دخپل حکومت د سلو ورځو په کارکردګي قام ته وینا هم کوي اؤ ددغه وینا نه وړاندې یې دخپلو وزیرانو سره یوه غونډه هم کړې ده.