امریکا دوه تورن ایرانیان د انټرنېټ په هکرۍ باندې ککړ ګڼلي

واشنګټن: د امریکا د عدلیې وزارت د شورو یا چهارشنبې په ورځ هغه دوه تورن ایرانیان د انټرنېټ په هکرۍ باندې ککړ وبلل چې په نړیواله توګه یې د خلکو کمپیوټرونه هک کړي دي.

۳۴ کلن فرامرز شاهي سوندي او ۲۷ کلن محمد مهدي شا منصوري د یو داسې غلط کمپیوټري سافټ وېر په جوړولو باندې تورن شوي دي چې په زوره یې پرې د خلکو ډېټا یا معلومات ترلاسه کړي دي.

یادو کسانو دغه غلط سافټ وېر (مل وېر) د یو روغتون او نورو عامه ادارو په ګډون په څه باندې ۲۰۰ کمپوټرونو کې انسټال کړی دی.

د لوی څارنوال مرستیال راډ روزینسټاین د یوې خبري غونډې پرمهال د دواړو تورنو پرضد د هغوی جرمونه اعلان کړل.

هغه وویل، یادو هکرانو د پېښې له قربانیانو څخه شپږ میلیونه ډالره ترلاسه کړي او متضررو ادارو بیا د خپلو معلوماتو له لاسه ورکولو له امله تر ۳۰ میلیونو ډالرو زیات توان کړی.

دواړه هکران د امریکا د فدرالي پلټنو د ادارې یا اف بي آی په هغه نوملړ یا لست کې اچول شوي دي چې دوی ورپسې ګرځي.