"زه په خوږې خبرې مرم عمر دراز مروته"عمر دراز مروت په حق رسېدلی

عمر دراز مروت

"زه په خوږې خبرې مرم عمر دراز مروته ـ زما د قتل ډېر سوچونه دې ياران نه کوي"

د دغه شعر خالق عمر دراز مروت د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی او نن په خپل پلارني کلي کې خاورو ته سپارل کیږي.

عمر دراز مروت د خېبرپښتونخوا په جنوبي سيمه لکي مروت شاتوره تختي خېل کې په کال ۱۹۵۸ کې د محمد نواز په کور کې زېږېدلی ؤ.

د هغه کورنۍ غريبه او زده کړې يې يواځې د درېم ټولګي پورې کړې وې.

د مروت سره نزدې پاتې شوی ژورنالسټ او شاعر ګوهر وزير وايي، ارواښا خپل ټول ژوند د پښتو ژبې خدمت، ادب او شاعرۍ ته سپارلی ؤ.

هغه وويل د مروت د کتابونو چاپول يې خدمت او د ژوند د معاش زريعه وه، يو عام کليوال ساده سړی ؤ، د والي بال سره يې ډېره مینه درلوده په خپله وعده ټينګ ولاړ سړی ؤ.

خو ارواښاد د ورپېښې ناروغۍ نه د ژوند وروستۍ شپې ورځې په ډېرې غريبۍ کې تېرې کړې وې.

ګوهر وزير وايي، په پاکستان کې يې چا پوښتنه نه ده کړې خو د افغانستان نه ورسره شاعرانو اديبانو مالي مرستې کړې وې.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمر دراز مروت په مړينه د خفګان څرګندونه کړې ده.

د ارواښاد خپلې شپږ شعري مجموعې چاپ وې،

(ګل بې خاره نه وي، د کاڼې کرښه، مجمر، خيال خواري غواړي، د حالاتو په تورتم کې، جانانه بخت ته دې حېران يم).

د ګوهر وزير په وېنا ارواښاد د شيخ بدين په نوم درې مياشتنۍ ادبي مجله چاپ کوله او د لسو نه يې زياتې ګڼې چاپ کړې وې.

مروت د نورو خلکو د سلو نه زيات کتابونه چاپ کړي وو.

ارواښاد واده نه ؤ کړی.

د باچا خان پوهنتون د پښتونخوا سټډي سنټر مشر ( ډايريکټر) محب وزیر وايي عمر دراز مروت په لره بره پښتونخوا کې ياد شاعر ؤ.

وزير وايي د مروت د مشهورتيا وجه د هغه په ساده ژبه کې شاعري وه، "عامې خبرې به يې په شاعرۍ کې وړاندې کولې، په نظرياتو کې راګېر شاعر نه ؤ هر اړخيزه شاعري به يې کوله د هرې مکتبه فکر د خلکو خوښ شاعر ؤ".

وزير وايي، "د مروتو په سیمه کې د عبدالرحيم مجذوب،رحمت الله درد، نادر خان عليل نه وروسته عمر دراز مروت ياد نوم دی".

عمر دراز مروت به نن د جمعې په ورځ په درې بجې په خپل پلارني کلي کې خاورو ته وسپارلی شي.

د مروت شاعري:

موسم بدليږي زړونه هم خو ضمير نه بدليږي
تدبير ممکن دی چې بدل شي تقدير نه بدليږی

زما ملګري چې دا ولې دومره زر بدل شي
دومره خو زر د ملک بادشاه او وزير نه بدليږي

اوس يې په ځیر عمردرازمروته نشم کتې
عمر نه پس د یار د سترګو تاثیر نه بدلیږي

د (مجمر) کتاب څخه

زه ګنهګار د محبت یم تر دې حده پورې​
چې نه شوم خلاص د عشق له قېده تر ابده پورې

زه دې د حسن تاؤ زغمی تر خېبر پورې نه شم
ته لا دعوې ګڼې زما د زړه تر سرحده پورې

هغه د تا او زما مینځ کې یوه وړه خبره
د غېر په خوله شوه د ذاتیاتو تر حسده پورې

د ژوند ملګرو په ژوند ښه راسره وپاللهٴ
په هر یو غم مې وو شریک خو تر لحده پورې

رقیب که هر څو کوي وس "عمردراز مروته"
سر د تنده کله رسېږي سروې تر قده پورې