د امريکې پخوانی صدر جارج اېچ ډبليو بش د جمعې په ماسخوتن د ۹۴ کالو په عمر کې مړ شوی دی، د بش دفتر د هغه د مړينې خبر ورکړی دی.
جارج اېچ ډبليو بش د امریکا ۴۱م صدر او د بل مخکني صدر بش پلار ؤ. روان کال د هغه مېرمن باربرا بش هم مړه شوې وه.
د بش په مړینه د صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه د مېرمن بيان
Statement from President Donald J. Trump and First Lady Melania Trump on the Passing of Former President George H.W. Bush pic.twitter.com/qxPsp4Ggs7
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 1, 2018
د جارج اېچ ډبليو بش ژوند ته کتنه:
هغه په کال ۱۹۲۴م کې په مېسېچيوسټس کې زېږېدلی، او په ۱۹۴۲م کې د امریکا په سمندري ځواک کې د ۱۸ کالو په عمر کې شامل شوی ؤ.
په ۱۹۴۵م کې يې د باربرا سره واده کړې او په ۱۹۴۸م کې یې د تېلو په کمپنۍ کې دنده پېل کړې په ۱۹۵۲م کې يې پلار پرسکټ د امريکا د سېنېټ غړی منتخب شوی او هغه په خپله په ۱۹۶۴م کې د سېنېټ په انتخاباتو کې ماتې خوړلې وه.
په ۱۹۶۶م کې د امریکا د استازو د اېوان غړی منتخب شوی او په ۱۹۷۰م کې يې بيا د سېنېټ انتخابات بايللي وو.
په ۱۹۷۱م کې په ملګرو ملتونو کې رجرډ نېکسن د ملګرو ملتونو استازی جوړ کړی او په ۱۹۷۴م کې په چين کې د امریکا د لياژن دفتر مشر ټاکل شوی او په ۱۹۷۶م کې د سي ايي ای مشر جوړ کړی شوی ؤ.
هغه په ۱۹۷۹م کې ځان د صدارتي کانديد دپاره وړاندې کړی خو ګوند يې په ۱۹۸۰م کې هغه رونالډ رېګن سره مرستیال صدر منتخت کړی او په ۱۹۸۱م کې يې بيا د امریکا د ۴۳م مرستیال صدر سوګند پورته کړی ؤ.
په ۱۹۸۷م کې يې د صدارت چوکۍ ته د ودرېدو اعلان کړی او په ۱۹۸۹م کې د امريکا ۴۱م صدر جوړ شوی ؤ.
په ۱۹۹۱م کې امریکاد کوېت څخه د عراقي ځواکونو ويستو دپاره د اتحاديانو سره عمليات پېل کړي او په ۱۹۹۲م کې يې بيا په صدارتي انتخاباتو کې د برخې اخیستو ويلي خو بل کلنټن ورته ماتې ورکړې وه.
په کال ۲۰۰۱ کې د هغه زوی جارج ډبليو بش د امریکا ۴۳م صدر جوړ شوی ؤ.
په کال ۲۰۱۱م کې صدر اوباما د امریکې تر ټولو غټ غېر پوځي مېډال هغه ته ورکړی ؤ.