په ايران کې ښځينه ژورنالسټې ته د ۱۳ کلونو بند سزا اورول شوې

د ايران نيمې دولتي خبري ادارې (ايي اېس اې ای) خبر ورکړی چې د ایران انقلابي عدالت په دغه هېواد کې د اصلاحاتو پلوي ښځينه ژورنالسټې ته نزدې د ۱۳ کلونو بند سزا اورولې ده.

ويل شوي ژورنالسټې هنګامه شهيدې ته د امنيت د تورونو په قضيه کې سزا اورول شوې ده.

د خالي، شنبې په ورځ خپور شوی يو رپوټ کې ويل شوي چې شهيدي ته د سزا د فېصلې پرضد د اپيل حق شته.

۴۷ کلنه ايراني ژورنالسټه د جون د مياشتې راهسې په زندان کې ده، له دې وړاندې هغه په ټولنيزو رسنیوډېره فعاله وه.

ويل شوي هغه له دې وړاندې هغې هم څو جېل تېر کړی دی.

شهيدي په وړومبي ځل په کال ۲۰۰۹م کې هغه وخت جېل ته تلې وه کله چې محمود احمدي نژاد په دوېم ځل انتخابات ګټلي وو.