افغان کمېشنر: دا خبره غلطه ده چې له افغان کډوالو سره په پاکستان کې جرمونه زیات شوي

په پاکستان کې افغان کمېشنر وايي، دا خبره غلطه ده چې ګواکې له افغان کډوالو سره په پاکستان کې جرمونه زیات شوي او یا ورسره د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده.

محمد عباس خان دغه څرګندونې د ګل یا دوشنبې په ورځ په پېښور کې د افغان کډوالو لپاره د کرکټ د یو تورنمنټ د پرانستې په مراسمو کې وکړې.

"په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه غلط فکر دا دی، چې وايي د جرمونو او بې کارۍ کچه د افغان کډوالو له امله زیاته شوې ده. خو دا په بشپړه توګه یوه غلطه انګېرنه ده ځکه راټول شوي معلومات یا ډېټا داسې نه ښيي. "

هغه په خپلو خبرو کې وویل، دا ډول ورزشي فعالیتونه ددې لپاره تنظیم شوي دي چې په پاکستان کې د اوسېدونکو افغان کډوالو یو ښه انځور وړاندې شي.

محمد عباس خان وړاندې وویل، په پاکستان کې د افغان کډوالو له ۷۰ فیصدو څخه زیات یې ځوانان دي او له همدې امله دوی له ملګروملتونو سره په ګډه په یوې داسې تګلارې باندې کار کوي چې له مخې یې د دوی زده کړې او مهارتونه زیات شي.

"دا سټراتېژي به د عمل په ځانګړو ټکو باندې څرخي. له شمېرو داسې جوتېږي هغه کډوال چې زده کړې او مهارت ترلاسه کړي نو په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه کېږي. "

د پاکستاني چارواکو د اټکل له مخې دا مهال ۱.۶ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې په ۴۳ بېلابېلو پنډغالو یا کمپونو کې ژوند کوي، چې د کمېشنر په وینا د افغان کډوالو ۴۰۰۰۰ ماشومان د خیبر پښتونخوا په ښونځیو کې زده کړې کوي.

خو دوی دا هم وايي، لا تر اوسه هم ۳۵۰۰۰ نور ماشومان چې په پاکستان کې د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي له ښونځیو څخه محروم پاتې دي.