د افغانستان د سولې د خبرو د پاره امریکايي ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د نهې، سه شنبې په ورځ د اسلام اباد سفر کوي.
د خليلزاد د اسلام اباد د سفر په اړوند پاکستاني چارواکو کوم رسمي بيان نه دی ورکړی.
خو نوموړي پرون د ګل، دوشنبې په ورځ په ټويټر د پاکستان، افغانستان، روس، ازبکستان، ترکمانستان، بيلجيم، متحده عرب اماراتو او قطر د سفر پېل کولو ويلي ؤ.
And I’m off again: Pakistan, Afghanistan, Russia, Uzbekistan, Turkmenistan, Belgium, the United Arab Emirates and Qatar. Watch this space for updates on our efforts to support & facilitate an inclusive peace process in Afghanistan. https://t.co/hf1ftW4Wzb
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) December 3, 2018
د امریکا د بهرنیو چارو وزرات د اتوار، يکشنبې په ورځ په خپله ویب پاڼه لیکلي چې زلمی خلیلزاد به د دوېم دسمبر څخه تر۲۰م دسمبر پورې د يادو هېوادونو سفر کوي.
امریکا ویلي ښاغلی خلیلزاد هڅه کوي چې افغانستان کې دسولې د ټینګښت دپاره د ټولو خواؤ مرسته ترلاسه کړي.
د تېرې میاشتې په اتمه نیټه هم افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دسیمې د هېوادونو سفرونه پیل کړي او په دغو سفرونو کې يې د افغان چارواکو ترڅنګ په قطر کې طالب مشرانو سره هم مخ پرمخ خبرې کړې وې.
په عېن حال کې چې زلمی خليلزاد پاکستان سفر کوي د دغه هېواد وزیراعظم عمران خان د ګل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو سره په لیدنه کې ويلي چې هم نن سحر ورته د امریکایي صدر لیک رسیدلی او دغه لیک ډیر مثبت دی، هغه وویل پاکستان به امریکا سره بشپړه مرسته کوي.
صدر ټرمپ تېر کال د اګست په مياشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره امریکايي تګلاره اعلان کړې چې پکې يې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې.
امریکا وايي پاکستان ترې په اربونو ډالر اخستي دي خو د ترهګرۍ په ختمولو کې یې خپل غوڅ ګامونه نه دي پورته کړي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.
د پاکستان ډېلي ټايمز ورځپاڼې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين له قوله ويلي په قطر کې د امریکايي چارواکو سره د جولايۍ، اکتوبر او بيا د نومبر په مياشت کې د ليدنو ټول پام د باور په جوړونه ؤ.
هغه ويلي د رسمي خبرو پېل کېدو وروسته به په تفصيل سره خبرې کولی شي.