دپاکستان پوځ:پي ټي ایم دې له هغې کرښې نه اوړي چې ریاست زور ښودلو ته اړ شي

دپاکستان پوځ دپښتون غورځنګ ته په مرموزو ټکو کې ګواښ کړی چې ریاست ورسره ډيره همکاري وکړه خو دا خلک چې اوس په کوم لوري روان شوي نو چرته داسې ونه شي چې له هاغې کرښې واوړي چې ریاست ته پخپل زور ښودلو وضعیت قابو کول ورپغاړه شي.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته داحوال تیرولو په وخت دپاکستاني پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور ویلي دپښتون ژغورنې د غورځنګ دا درې غوښتنې وې چې چیک پوسټونه دې کم،ښخ مائنونه دې صفا اؤ بې درکه کسان دې خوشې کړل شي.

دچیک پوسټونو شمیر کې دکمي په اړوند پوځي ویاند وویل راتلونکي کال کې به په پاک افغان پوله د ازغن تار لګولو کار سرته ورسیږي چې دې سره به وضعیت ښه شي اؤ چې وضعیت ښه وي بیا به چیک پوسټونه هم لږ وي.

د لادرکه خلکو په اړوند هغه وویل “مونږ ۱۵کاله جګړه وکړه، په دې مهال ډیر ترهګر وژل شوي هم دي،اؤ دا وخت هم د پاکستاني طالبانو وسله وال هلته ناست دي نو دابه څنګه ثابتیږي چې لادرکه کسان دطالبانو لیکو ته نه وي ورګډ شوي یا په کوم بل ځائ کې په جګړو کې نه کارؤل کیږي؟”

هغه وویل” ۷۰ زره پاکستانیان هم دترهګرۍ په ضد جګړه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي هغوئ هم زمونږ خلک وؤ،باید هغه هم له پامه ونه ویستل شي”

میجر جنرال اصف غفور وویل اوس هغه وخت نزدې شوی چې مونږ به دبشپړ امن لوري ته روان شو.بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښو کې زیات کمښت راغلی اؤ دپاکستان دپوځ زیات پام بلوچستان ته دی ترڅو هلته وضعیت ارامه شي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران دخلکو په بې بې درکه کولو کې ریاستي ادارې ککړې بولي اؤ دریځ لري چې په پوځي چیک پوسټونو دترهګرو مخه نه نیول کیږي بلکې یوازې اؤ یوازې پښتانه پرې سپکول کیږي.

تیره میاشت اسلام اباد څخه دیو پښتون پولیس افسر طاهر داوړ د تښتول کیدلو اؤ بیا دهغه د جسد افغانستان کې دموندل کیدلو نه وروسته هم په ټولنیزو رسنیو خلکو پوښتنې راپورته کړې وې چې کله طاهر داوړ داسلام اباد نه افغانستان ته رسول کیدلو پر دغه مهال دغه پوځي پوستې چرته وې ا‌ؤ ولې یې دتښتوونکو مخه نه نیوله؟

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین رسنیو ته په کراتو کراتو ویلي چې هغوئ دلا درکه کسانو دخوشې کولو غوښتنه نه کوي بلکې غواړي چې دغه کسان دې محکمو ته وړاندې کړل شي ،که ګناهګار وي محکمې دې سزا ورکړي اؤ که بېګناه وي نو خوشې دې کړل شي.

خو پوځ دا نه مني چې ګنې ټول لا درکه کسان امنیتي شبکو پورته کړي دي