دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دیو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دیکشنې په سحر دافغانستان پلازمینې کابل ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده دغلته به دچین اؤ افغانستان چارواکو سره دافغان سولې په اړوند خبرې اترې وکړي.
سرچینې وایي دکابل په صدارتي ماڼۍ یا ارګ کې نن دچین،افغانستان اؤ پاکستان درې اړخیزه غونډه راجوړیږي چې پکې به دریواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزیران افغانستان کې دسولې،پرمختګ اؤ ثبات په اړوند خیالات تبادله کوي.
دافغانستان طلوع ټيلي ویژن ویلي ددغو درې اړخیزه خبرو عمده ټکي به طالبانو سره دافغان دولت خبرې وي اؤ په دې خبره به غور کیږي چې څنګه باید طالبان دخبرو میز ته کښېنول شي.
FM Shah Mahmood Qureshi accompanied by senior officials from MoFA have left for #Kabul to attend #Pakistan #China #Afghanistan #trilateralmeeting.The FM will meet #Chinese and #Afghan leadership during the visit.@mfa_afghanistan🇵🇰🇨🇳🇦🇫 pic.twitter.com/9o8B1IhPiv
— Dr Mohammad Faisal (@ForeignOfficePk) December 15, 2018
دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټرمحمد فیصل په ټوئټر لیکلي چې دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به درې اړخیزه غونډه کې دګډون ترڅنګ دکابل په سفر کې دچین اؤ افغانستان لوړ رتبه چارواکو سره لیدنې هم کوي.
دپاکستان لخوا کابل ته په رسیدلي پلاوي کې دپاکستان د بهرنیو چارو سکتره تهمینه جنجوعه اؤ نور لوړ پوړي چارواکي هم شامل دي.
ارګ کې دچین،پاکستان اؤ افغانستان دا درې اړخیزه غونډه په داسې مهال راجوړیږي چې په دې وروستیو کې افغان دولت اؤ امریکا طالبانو سره دسولې هڅې چټک کړي اؤ دپاکستان وزیراعظم عمران خان یوه ورځ له مخه ویلي وؤ چې پاکستان دامریکې اؤ طالبانو ترمینځ خبرې اترې هم کړي دي.
په کابل کې تر دې وړاندې تیرکال هم دچین،پاکستان اؤ افغانستان دچارواکو ترمینځ درې اړخیزه غونډه شوې وه چې پکې دپاکستان پخواني وزیراعظم میانوازشریف دپاکستان استازیتوب کړی ؤ .
دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي چې هغه نه دامریکې صدر ټرمپ د یو لیک دلارې غوښتنه کړې ده چې دطالبانو افغان دولت سره خبرو ته کښېنولو کې مرسته وکړي اؤ پاکستان به امریکا سره بشپړه مرسته کوي.