په امریکا کې یو سکول د ملاله يوسفزۍ په نوم کولو اعلان شوی

د امریکې په ټېکساس رياست کې يو سکول د جينکو د تعليم نړيوالې مبارزې ملاله يوسفزۍ په نوم کولو اعلان شوی دی.

ويل شوي سکول د ملاله په نوم کولو دپاره ټول کار بشپړ کړی شوی او ریاستي چارواکي د دغه پرېکړې څخه خبر کړی شوي دي.

ياد سکول د (فورټ بېډ انډيپنډنټ) په نوم ؤ او اوس پرې د (ملاله يوسفزۍ ايليمنټري سکول نوم اېښودلی شي.

د سکول د نوم بدلولو پرېکړه بورډ اف ټرسټي کړې ده.

د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکې ملاله يوسفزۍ په ګرده نړۍ کې د جينکو د تعليم دپاره مبارزه کوي، هغې د سولې نړيوال نوبېل امن انعام هم ګټلی دی.

ويل شوي په ټېکساس رياست کې د ټرسټي بورډ سيکتر ډيو روزينتل د سکول د نوم بدلولو نه يوه اوونۍ وړاندې د استازانو او ماشومانو د ميندو او پلارانو او انتظاميې سره ليده کاته کړي او د پرېکړې نه يې خبر کړي دي.

"ډیو روزينتل ويلي، ملاله يوسفزۍ نه يواځې په پاکستان بلکې په ګرده نړۍ کې د ښځو د تعليم دپاره مبارزه کوي ځکه سکول د داسې يو شخصيت په نوم کولو کې هيڅ بده خبره نشته. ملاله چې د ښځو د تعليم دپاره کوم تکليفونه زغملي د هغې هڅې د ستايلو دي".

د ملاله يوسفزۍ تعليمي فنډ په مرسته د هغې په پلارنۍ سيمه شانګله کې هم يوه تعليمي اداره جوړه کړی شوې ده.

د خپل کور فاؤنډېشن په مرسته د شانګلې د پورڼ تحصيل په برکاڼا کې دا سکول په ۱۴ مياشتې موده کې جوړ شوی چې نزدې ۲۰۰ جينکو ته پکې ويړيا زدکړې ورکولی شي.