د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې نن د خالي، شنبې په ورځ سهار وختي يوه چاؤدنه شوې او لږ تر لږه څلور تنه يې ژوبل کړي دي.
پوليس وايي چاؤدنه د پېښور د مرکزي بازار صدر په کالا باړۍ کې دا چاؤدنه شوې ده.
د پښور د پوليسو مشر قاضي جميل الرحمان ويلي چاؤدېدونکي مواد په سپين رنګ ګاډي کې اېښودی شوي او د اته نه تر ۱۰ کلوګرامه پورې بارود پکې کارول شوي دي.
په سمدستي ډول د چاؤدنې زمه واري چا نه ده منلې.
ويل شوي په چاؤدنه کې ژوبل شوو کسانو کې يوه ښځه هم شامل ده او دوي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
د رېسکيو ۱۱۲۲ وياند بلال احمد په چاؤدنه کې د څلورو کسانو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.
ځينې راپورونه وايي ژوبل کسان څلور تنه دي او روغتيايي حالت يې ډېر ښه نه دی.
ځايي خلک وايي چاؤدنه ډېره زوروره وه، او د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه بارودوي مواد ښايي چې په يو ګاډي کې ځای په ځای کړی شوي وو.
د چاؤدنې له امله ګاډی په بشپړ ډول تباه شوی او نزدې څو دوکانونه هم تباه شوي دي.
پوليس او نور امنیتي سرتيري د چاؤدنې موقعې ته رسېدلي او علاقه يې په ګېره کې اخیستې ده او پلټنې يې پېل کړي دي.
د پېښې په اړوند درسره نور مالومات په لږه شېبه کې شريکوؤ.
پوليس چارواکو ويلي د چاؤدنې د ځاي څخه د سي سي ټي وي کېمرو ريکارډ هم ترلاسه کوي چې د چاؤدنې اصل نوعيت او دا مالومه شي چې ګاډی د چرته نه راغلی او دلته ودرول شوی ؤ.