بدخشان کې کان نړېدلی، زر لټوونکی ۳۰ تنه پکې وژل شوي

د چارواکو په وېنا د افغانستان په شمالي برخه کې د زرو کان نړېدلی او په کان کیندنه بوخت ۳۰ کسان پکې وژل شوي دي.

رويټرز د چارواکو له قوله ويلي د غره نړېدو په پېښه کې وژل شوي ټول کسان ځايي خلک دي او دوي دغلته په غېر قانونه توګه په کان کيندنه بوخت ؤ.

د افغان رسنيو ترمخه دا پېښه د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ په شپوکلي کې نن نزدې ۱۱بجې رامنځته شوې ده.

د بدخشان د ګورنر وياند نېک محمد نظري ویلي، د کلي غريب خلک په ژمي کې هڅه کوي چې کان ته ننوځي او د هغې دپاره سورنګونه کيندي.

هغه ويلي سورنګ په دوي رانړېدلی دی.

د بدخشان د پوليسو وياند ثناالله روحاني ویلي کان د ډېرې واورې له امله کان ښوېدلی دی.

روحاني په پېښه کې د ۳۰ کسانو د وژنې او اووه ؤد ژوبلېدو پخلی کړی دی.

پولیس وياند ويلي د پېښې په مهال دغلته ۵۰ کسان موجود وو. راپورونه وايي ټول کسان راويستل شوي او مړي يې خپلوانو وړلي دي.

ځينې راپورونه وايي په بدخشان کې په زرګونو کسان د سيند په غاړه کيندنې کوي او زر لټوي، او نن هم دغه پېښه په داسې مهال رامنځته شوې ده.

د افغانستان په شمالي برخه کې وخت په وخت د غرونو رانړېدو پېښې رامنځته کيږي.