د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امريکا د صدر ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان سفر کوي.
د خليلزاد د پاکستان د سفر خبر ځايي ميډيا ورکړی، نوموړي په خپله يا کوم پاکستاني چارواکي يې په اړوند څه نه دي ويلي.
خليلزاد خپل سفر چين ته کړی او په ټویټر يې ویلي،
"د بيجنګ نه کابل ته روان شوم. د چين د لوړ پوړو چارواکو سره مې د افغان سولې د خبرو د کاميابۍ په اړوند ګټورې خبرې وشوې. مونږ د افغانستان د سولې د خبرو په لړ کې د سيمې د مرستې په سر خبرې وکړې چې دا هېواد بيا کله د ترهګرو پلېټ فارم جوړ نه شي".
Packed day in #Beijing & now on to #Kabul. Fruitful talks w senior Chinese officials who committed to the success of Afghan peace. We discussed regional support for an inclusive peace process for all Afghans & ensuring #Afghanistan never again serves as a platform for terrorism. pic.twitter.com/c9RvbxOwwN
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) January 14, 2019
امریکايي استازي د جنورۍ په اتمه نېټه د سيمې د هېوادونو سفر پېل کړی دی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي ؤ زلمی خليلزاد د اتمې جنورۍ نه تر ۲۱ جنورۍ پورې د افغانستان، پاکستان، هند او چين سفر کوي.
نوموړي د هند سفر کړی او پرون يې چين ته د سفر کولو ويلي ؤ.
په عېن حال کې چې خليلزاد د افغان سولې د خبرو په لړ کې د سيمې د هېوادونو په سفر دی.
د افغانستان د طالبانو یو مشر ویلي په هېواد کې د امن دپاره امریکې سره د ابتدايي مذاکراتو بهیر ودرېدلی دی.
د طالبانو یو مشر وي او ای ته د ګل، دوشنبې په ورځ وویل د امریکې سره د خبرو لړۍ پرځای ودرېدلي ده او د اینده خبرو دپاره نېټه او مقام لا نه دی معلوم.
طالب مشر چې د نوم د نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې د مذاکراتو د ځنډیدو اسباب یې وه نه ښودل.
د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ په سمدستي د طالبانو سره د خبرو ځنډېدو په اړوند څه نه دي ويلي.