جبل نورالقرآن په کوټه کې د قرآن کریم د لرغونو او زړو نسخو زېرمتون دی

کوټه ــــ جبل نورالقران د کوټې په لوېدیځ کې د چلتن غره په لمن کې د هغه ځای نوم دی چې له ټول پاکستانه د قران مجيد زړې، خوړینې او اغېزمنې شوې نسخې ورته راوړل کېږي، پکې ساتل کېږي او ځینې تر بیارغونې وروسته بیرته کارول کېږي.

خلک د قرآن کریم نسخې د غره په دغو ټنډېلونو یا سمڅو کې جمع کوي، دغه سمڅې تر درې نيم کیلومټره اوږده جوړ کړل شوي دي. محمد اجمل د جبل نورالقران د سمڅو ساتونکی دی، هغه وايي د 1992م کال په مارچ کې د دغو ټونلونو د کيندلو کار پیل شوی او دا په لاس کیندل شوي دي:

"په دې کې په ډېرو ژبو د قرآن مجید ژباړل شوې نسخې هم شته، تر ټولو زړه نسخه د حضرت عثمان غني رض د لاس ليکل شوې نسخه ده".

محمد اجمل وایي، لومړی مو د کوټې دننه دوه ګاډي درلودې چې د قرآن مجيد د نسخونو د راټولولو لپاره کارول کېدې، همدارنګه د پاکستان په ټولو ښارونو کې داسې بکسونه شته، چېرې چې خلک کولای شي هلته د قرآن زړې او خوړینې شوې نسخې وساتي بيا د دوی ګاډي ورځي چې هغه جبل نورالقرآن ته وروړي.

"هره میاشت شاوخوا 10 لارۍ دلته د قران کریم له نسخو ډکې راوړل کېږي".

د قرآنونو دا ټولې نسخې په شيشو کې ښودل شوي دي، چې ځینې له 300 څخه تر 600 کلونو پورې زړې دي، ډېری یې لیکل شوې دي او همدارنګه د قرآن کریم ډېرې لرغوني قلمي نسخې په دې ځای کې پرتې دي.

د قرآن کریم د نسخونو په دې لوی زېرمتون کې دننه د نارينه او ښځو لپاره د ناستې او لمانځه جلا جلا خونې هم جوړې شوې دي.

خلک د قرآن کریم د نسخو دې زېرمتون ته د نړۍ اتمه عجوبه هم وايي. په سلګونو کسان هره ورځ د دې ځای لیدو ته ورځي، ځینو پکې وي.او.اې ډيوه ته وويل چې دا بېساری او مقدس ځای وګوري، ځکه چې وایي دا په حقیقت کې د زړه د قرار ځای دی.

په جبل نور کې 26 ټنډېلونه دي، دلته 5 بلاکونه دي، په هر بلاک کې له لسو تر پینځلسو اصلي سمڅې دي چې زياتره له قرآن کريم څخه ډکې دي، هره سمڅه 6 فوټه لوړه او 8 فوټه پراخه وي.

جبل نورالقران له بلوچستان حکومت سره رجسټر شوی دی او دا زېرمتون اوس خپله ويبپاڼه هم لري.