امریکا: له پاکستان څخه به د افغانستان او هند پرضد د ترهګرو بریدونه دوام لري

واشنګټن: د پاکستان تر ملاتړ لاندې ترهګرې ډلې به په پاکستان کې له خپلو پټنځیو څخه په روان کال کې هم د امریکا د ګټو په ګډون د افغانستان او هند پر وړاندې خپل بریدونه ترسره کوي.

دغه خبره د امریکا د ملي استخباراتو د ادارې مشر ډانیل کوټس د نهې یا سې شنبې په ورځ د یو راپور د وړاندې کولو پرمهال وکړه.

راپور زیاتوي، د ترهګرۍ سره په جګړه کې د اسلام اباد دغه تنګ نظری دریځ چې یو شمېر ترهګرې ډلې د خپل سیاست لپاره کاروي، او د نورو پرضد چې پاکستان ته ګواښ ګڼل کېږي عملیات کوي، د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د امریکا هڅو ته زیان رسوي.

د امریکا استخبارات وايي، تر څو چې له افغانستان سره د ایتلافي ځواکونو مرسته وي نو نه به افغان حکومت او نه به طالبان په روان کال کې پوځي برلاسی ترلاسه کړي.

په راپور کې وړاندې راغلي دي، چې افغان امنیتي ځواکونو په عمومي توګه ستر ښارونه او حکومتي مرکزونه ساتلي دي خو طالبانو هم په ورته وخت کې ستر بریدونه زیات کړي دي.

راپور زیاتوي، له همدې امله زیات افغان امنیتي ځواکونه په دفاعي چارو باندې بوخت دي او د لاسه ورکړو سیمو د بېرته نیولو په برخه کې یو کافي ځواک نه لري.

د پاکستان حکومت تر اوسه ددغو څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.