کوټه: امنیتي ځواکونو د پي ټي ایم پر مظاهره اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی او شپږ تنه یې نیولي

واشنګټن ــــ په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونو پلویانو د لورالای د وړمې ورځې د پېښې په ضد او هلته د روان احتجاجي پرلت په ملاتړ احتجاج کاوه، چې پولیسو او ملېشه ځواکونو ورباندې اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی او یو شمېر کسان یې نیولي دي.

رپوټونه وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د پریس کلب مخې ته را غونډ شوي وو او سوله ییزه احتجاجي مظاهره یې کوله چې پولیسو او ملېشه ځواکونو ورباندې برید وکړ، اوښکې بهوونکی ګېس پر وغورځاوه او هغوی یې سره وپاشل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې امنیتي کسانو د دوی لږ تر لږه شپږ غړي هم نیولي او له ځانه سره یې وړي دي. پاکستاني امنیتي ادارو تر اوسه پر احتجاج کوونکو د اوښکې بهوونکي ګېس غورځولو او د هغوی د نیولو د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې احتجاج کوونکي کله د لورالای د پېښې او د ترهګرۍ په ضد نعرې وهي نو امنیتي کسان یې احتجاجي مظاهره ور ګډه وډه کړي.

د پي ټي ایم مشران غوښتنه کوي چې که یې نیول شوي ملګري د شپې تر دوولسو بجو خوشي نه شي، له سبا به په کوټه کې هم احتجاجي پرلت پیل کړي. په احتجاج کې شریک د پښتون سټوډنټ فيډريشن (ازاد) ډلې یوه مشر زبير شاه د ډیوه رېډیو خبریال حمید سمسور ته وويلي:

"موږ د هغو ترهګرو په ضد راوتلي يو او احتجاج کوو چې په لورلای کې ناامني راوستل غواړي او دغه ترهګر په منظم ډول روزل شوي او سوېلي پښتونخوا ته راننیستل شوي دي، چې په دې شان دا سيمه د لویې لوبې برخه جوړه کړي".

امنیتي ادارو نن په داسې وخت کې د پي ټي ایم پر مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګېس غورځولی چې ور څېرمه د کوټې د پریس کلب څنګ ته د ورکو بلوڅانو لپاره په احتجاجي کېمپ کې ګڼ شمېر کسان ناست وو چې ښځې هم پکې شاملې وې.

ټولنیزې فعالې جلیله حیدر د ورکو بلوڅانو له کېمپه همدغه وخت یوه ویډیو جوړه کړې چې پکې پخپله هغه او نورې ناستې ښځې او ماشومان سالنډي دي، ټوخېږي او اوښکې یې بهېږي. جلیله حیدر د امنیتي ادارو غندنه په داسې ټکو کوي:

"پولیس دومره احساس نه لري چې دلته په کېمپ کې ښځې او ماشومان هم ناست دي، دا څنګه ریاست دی چې پر سوله ییزو احتجاج کوونکو اوښکې بهوونکی ګېس غورځول کېږي، پاکستان پر جنېوا کنونش لاسلیک هم کړی دی".

په لورالای کې روان احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ هم روان وو، چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې د وړمې ورځې په پېښه کې لاس لرونکي کسان دې ونیول شي په سزا دې و رسول شي او په راتلونکي کې دې د داسې پېښو مخه ونیول شي.

په لورلای کې په يوه مياشت کې د ترهګرۍ څلور پېښې شوې دي چې دوه ځان وژونکي بریدونه او دوې د هدفي بریدونو پېښې دي. د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وسلوالو د ملېشه ځواکونو پر روزنیز مرکز برید کړی وو، چې څلور کسان پکې وژل شوي وو او دغه ډول د لورلای کالج پر ګاډي باندې ډزې شوې وې چې دوه عسکر پکې ټپيان شوي وو، همدا راز په یوه جلا برید کې د خیریه ټولنې ایدهي فاونډیشن لورلای څانګې مشر باز محمد عادل هم وژل شوی وو. وروستۍ د جنورۍ د 29مې پېښه وه، چې د پولیسو د انسپکټر جنرل پر مرکزي دفتر وسلوال برید وشو، نهه تنه پکې و وژل شول او 21 پکې ټپیان شول.

هلته په کراچۍ ښار کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي ناسته نن پر اتمه ورځ هم روانه وه. دوی له حکومته غواړي چې په دې ښار کې د ورکو خلکو لپاره ږغ پورته کوونکی ټولنیز فعال عالمزېب مسید او د کراچۍ په جېل کې درې نور ملګري دې یې خوشي شي او د دوی د نورو ملګرو په ضد جوړې شوې مقدمې دې ختمې شي.