پاکستان: د لاهور یو خبریال د پوځ او عدلیې په ضد د لیکنو په تور نیول شوی

واشنګټن ــــ د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ایف ای اې په لاهور ښار کې له یوه شخصي ټیلیویژن (دِن نیوز) سره کار کوونکی خبریال رضوان الرحمن رضي- چې په رضي دادا هم پېژندل کېږي- نیولی دی.

د نیول شوي خبریال زوی اسامه رضي امریکا ږغ ته ویلي، چې د شنبې- خالي په سهار لس بجې د لاهور په جوهر ټاون سیمه کې نامعلوم کسان د دوی کور ته ورغلل، د ده پر پلار یې تشدد وکړ او په موټر کې یې له کوره یووړ.

د ایف اې اې چارواکو منلې چې رضوان رضي له دوی سره دی او د سایبر جرمونو د قانون له مخې یې په دې تور یې نیولی چې وایي د پوځ او عدلیې په ضد یې پر ټویټر او فېسبوک له سپکاوي ډک او پاروونکي شیان لیکل.

د خبریالانو د ژغورنې نړیوالې ادارې (سي پي جې) د رضوان رضي د نیولو غندنه کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتنه کړې چې هغه ژر تر ژره خوشی کړي.

د اېشیا لپاره د دې ادارې مشر سټیون بټلر وایي، د نظر څرګندول هغه که تنقیدي هم وي باید په پاکستان او بل هیڅ ځای کې جرم ونه ګڼل شي.

د رضوان رضي د نیول کېدو خبر د هغه زوی د پلار پر ټویټر اکاونټ خپور کړی وو، خو له هغه وروسته د نوموړي ټویټر اکاونټ تړل شوی دی.

پر ټولنیزو رسنیو د ښاغلي رضي یو عکس هم خپور شوی، چې پکې د هغه لاسونو ته زولنې اچول شوې دي. ایف ای اې چارواکي وایي هغه به د دوشنبې- ګل په ورځ عدالت ته وړاندې کوي.

د رضوان رضي تر نیول کېدو څو ګنټې مخکې د لاهور پولیسو د دې ښار د ایف سي کالج استاد پروفیسر عمار جان هم په دې تور نیولی وو، چې وایي څو ورځې وړاندې یې د ارمان لوڼي د وژنې په ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ په احتجاج کې ګډون کړی وو.

پروفیسر عمار علي جان پر خپل فېسبوک لیکلي چې هغه تېره ورځ ماسپښین بیرته په ضمانت خوشی شوی دی.