نړيواله مالياتي اداره پاکستان ته پور ورکوي

د نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) مشرې کرسټينا ليګارډې ويلي د پاکستان د وزيراعظم عمران خان سره یې ليدلي او هغه ته يې باور ورکړی چې اداره د پاکستان مرستې ته تیاره ده.

د نړيوالې مالياتي ادارې د مشرې سره عمران خان د اتوار، يکشنبې په ورځ په دوبۍ کې ليدلي دي.

عمران خان د نړیوالې مالياتي ادارې مشرې ته په پاکستان کې د غبن د ختمولو په ګډون په نورو برخو کې د اصلاحاتو کولو په اړوند احوال تېر کړی دی.

ايي اېم اېف ويلي، د پاکستان د وزيراعظم سره په ليدنه کې د پاکستان د اقتصادي ودې دپاره د ايي اېم اېف په پروګرام خبرې شوي دي.

په اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل پاکستان تېر کال نړیوالې مالياتې ادارې ته د پور ويلي ؤ.

د نومبر په مياشت کې د نړيوالې ادارې پلاوي د پاکستان سفر کړی ؤ چې د پاکستاني چارواکو سره د پور په سر خبرې وکړي خو دغه خبرې بې د کومې نتيجې ختمې شوې وې.

پاکستاني چارواکو ويلي د ايي اېم اېف سره به یې خبرې روانې وي.

په سوشل ميډيا په عمران خان پسې خبرې کیږي چې هغه ويلي ؤ خودکشي به وکړم خو ايي اېم اېف ته به لاړ نه شم.

عمران خان د اتوار په ورځ دوبۍ ته د نړيوال کانفرنس په غونډه کې ګډون له سفر کړی او د نړیوالې مالياتي ادارې د مشرې سره يې هلته ليدلي وو.

غونډې ته په وېنا کې نوموړي ویلي په پاکستان کې اصلاحات کول ګران دي خو اړين دي او حکومت يې اقتصادي اصلاحات کوي.