د هند پوځ تور لګولی تېره اوونۍ د هندي کشمير په پلوامه علاقه کې په ځانمرګي بريد کولو کې جېش محمد ډلې ته د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي ملاتړ ترلاسه ؤ.
په ياد ځانمرګي بريد کې د هندي ځواک ۴۹ سرتيري وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو، جېش محمد ډلې د بريد زمه واري منلې وه.
د هند د پوځ يو لوړ پوړي چارواکي د پلوامه په بريد کې د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره ايي اېس ايي د ککړتيا تور لګولی او ويلي يې دي د جېش محمد کومو تندلارو چې بريد پلان کړی ؤ هندي پوځ په ۱۰۰ ساعتونو کې دننه وژلي دي.
په سري نګر کې د هندي پوځ کور کمانډر لفټننټ جنرل کنول جيت سنګ ډهلون په بريد کې د پاکستان په پوځ د ککړتيا تور لګولی دی.
هغه ويلي د بريد په شا لاس لرونکي په هندي کشمیر کې يې د جېش محمد درې تنه چې دوه پکې پاکستانيان دي او پېژندګلو يې د کامران او رشيد په نومونو شوې وژل شوي دي.
پوځي مشر په کشمیري میاندو غږ کړی چې د چا زامنو ټوپک راخیستي په خپله دې يې چارواکو ته وسپاري او ورسره یې خبرداری ورکړی چې څوک ټوپک راخلي هغه به د مخې نه لرې کولی شي.
د ياد بريد وروسته د هند وزيراعظم نريندرا مودي هم د پاکستان پرضد سخت بيان ورکړی او ویلي يې ؤ څوک چې د هند د بربادولو سوچ کوي هغه دې پرېږدي.
پرون د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پلوامه په بريد کې د پاکستان د ککړتيا تورونو ته رسمي غبرګون ویلی دی.
عمران خان ویلي که د هند سره ثبوت وي پاکستان ته دې ورکړی او زیاته کړې يې ده که هند په پاکستان بريد کوي بې د سوچ نه به ورته ځواب ورکولی شي.