کندهار:سیلابونو په زرګونو کورونه لاهو کړي،۲۰ کسان مړه

په افغانستان کې روانو بارانونو اؤ سیلابونو په لویه کچه زیانونه اړولي اؤ چارواکي وایي یوازې په کندهار ولایت کې لږ تر لږه۲۰ کسان دسیلابونو له امله مړه شوي اؤ په زرګونو کورونه اوبو لاهو کړي دي.

کندهار دعامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم رسنیو ته ویلي په مړو شوؤ کسانو کې درې ماشومان اؤ ښځې هم شاملې دي.

چارواکي وایي سیلابونو زیات زیانونه دکنهار ښار ترڅنګ، ارغنداب اؤ پنجوایي ولسوالیو کې اړولي دي.

دپاکستان دسرکاري ټي وي دخبر له مخې په کندهار کې تر دوؤ زرو نه زیات کورونه اوبو لاهو کړي اؤ ګڼ شمیر خلک دسیلابونو نه د ژغورنې دپاره خوندي سیمو ته ویستل شوي دي.

دبارانونو اؤ سیلابي اوبو دشدت له امله دکابل اؤ کندهار لویه لاره هم دټریفک دپاره تړل شوې ده چې له امله یې په سلګونو مسافر په غزني اؤ زابل ولایتونو کې دلویې لارې په سر بند پاتې شوي دي.

همدغه راز افغان چارواکو ویلي چې په هرات ولایت کې هم په سوؤنو کورونه سیلابي اوبو لاهو کړي اؤ خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده خو لا دقیق معلومات یې نه دي ترلاسه شوي